Language

ناپېژاندو وسله والو د پټان ولسوالۍ د ګمرک مدير تښتولی

ګردېز، ښرنه (پژواک،١٣کب٩٦): ناپېژاندو وسله والو د پکتيا د پټان سرحدي ولسوالۍ د ګمرک مدير تښتولی او  د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې يو ملا امام په چړو وهل شوى دى.

د پکتيا د څمکنيو ولسوال ازاد خان د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګمرک مدير عبدالفتاح نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د دې ولسوالۍ په نوزي خوله سيمه کې تښتول شوی دی.

خان وايي چې په تښول شويو کې د ګمرک د مدير يو ساتونکی هم شامل دی.

ده وويل: ((ناپېژاندو وسله والو مدير صيب تښتولی او د خلاصون لپاره يې د پوليسو عمليات پيل شوي دي.))

دغه راز د پکتيا د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحميزي پژواک ته وويل چې د پېښې خبر ورته رسېدلی او د  ژغورنې لپاره يې لاس په کار شوي دي.

نوموړي په دې اړه له زیاتو جزئياتو ورکولو ډډه وکړه.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړ نه دى اخيستى.

د يوه بل خبرله مخې، د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې يو مقتدي خپل ملا امام پر چړو وهلى او سخت يې ټپي کړى دى.

د اورګون ولسوالۍ د خاندارو کلي د حسين قلندري جومات ملا امام سيد بادشاه جان، تېره شپه د خپل مقتدي عبيدالله له لوري پر چړو وهل شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.