منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ناپېژاندو وسله والو د پټان ولسوالۍ د ګمرک مدير تښتولی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

ګردېز، ښرنه (پژواک،١٣کب٩٦): ناپېژاندو وسله والو د پکتيا د پټان سرحدي ولسوالۍ د ګمرک مدير تښتولی او  د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې يو ملا امام په چړو وهل شوى دى.

د پکتيا د څمکنيو ولسوال ازاد خان د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګمرک مدير عبدالفتاح نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د دې ولسوالۍ په نوزي خوله سيمه کې تښتول شوی دی.

خان وايي چې په تښول شويو کې د ګمرک د مدير يو ساتونکی هم شامل دی.

ده وويل: ((ناپېژاندو وسله والو مدير صيب تښتولی او د خلاصون لپاره يې د پوليسو عمليات پيل شوي دي.))

دغه راز د پکتيا د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحميزي پژواک ته وويل چې د پېښې خبر ورته رسېدلی او د  ژغورنې لپاره يې لاس په کار شوي دي.

نوموړي په دې اړه له زیاتو جزئياتو ورکولو ډډه وکړه.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړ نه دى اخيستى.

د يوه بل خبرله مخې، د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې يو مقتدي خپل ملا امام پر چړو وهلى او سخت يې ټپي کړى دى.

د اورګون ولسوالۍ د خاندارو کلي د حسين قلندري جومات ملا امام سيد بادشاه جان، تېره شپه د خپل مقتدي عبيدالله له لوري پر چړو وهل شوى دى.

مولوي بادشاه جان د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د شپې دوولس بجې وې چې د جومات دروازه وټکېده، کله چې مې خلاصه کړه، ګورم عبيدالله په نظامي کاليو کې ولاړ دى، ماته يې ويل: پيسې راکړه، کله چې مې انکار وکړ، نو څو ځايه يې پر چړو و وهلم، خو ما په منډه منډه ځان ترې خلاص کړ.))

د دې سيمې يوه قومي مشر صابرجان پژواک ته وويل چې مولوي بادشاه جان له هيچا سره شخصي دښمنې نه لري، خو تېره شپه په چړو وهل شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، بادشاه جان له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې په دې سيمه کې امامت کوي او هېڅوک ترې کومه بده خاطره نه لري.

بل لور ته د پکتيکا امنيه قوماندانۍ هم دغه پېښه تاييدوي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر مسوول شاه محمد ارين پژواک ته وويل چې د يادې پېښې په تور عبيدالله نيول شوى دى.

ده وويل چې پوليسو اسناد بشپړ کړي او عبيدالله يې څارنوالۍ ته سپارلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه