کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): د حزب اسلامي مشر وايي چې ځيني بهرني هېوادونه په افغانستان کې د واک د جزيزو جوړولو په لټه کې دي څو په راتلونکي کې وکړی شي چې يو د بل په وسيله کابو کړي.
عبدالهادي ارغنديوال چې نن يې په کابل کې له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په ناسته کې خبرې کولې، وويل چې ځينې کورنۍ کړۍ د بهرنيو هېوادونو په ملاتړ د نظام تخريبولو په لټه کې دي.
نوموړي وويل: "د افغانستان بهرني دښمنان غواړي چې زموږ په هېواد کې يو داسې ځواکمن نظام شتون ونه لري چې د ملي ګټو ملاتړی وي او ځينې کورنۍ کړۍ د نظام تخريبولو په لټه کې دي او دغه کړۍ د بهرنيو دښمنانو په همغږۍ سره پرمخ ځي."
نوموړي زياته کړه، دغه هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د واک جزيرې رامنځته کړي څو په راتلونکي کې وکړی شي چې يو د بل په وسيله کابو کړي او د افغانستان سرچينې ترلاسه کړي او نظام ونه توانېږي چې د دوی د غلا او لوټلو مخنيوی وکړي.
د حزب اسلامي مشر د کوم شخص، ډلې او هېواد نوم په ډاګه نه کړ، خو له خلکو يې وغوښتل چې دښمنانو ته دې اجازه نه ورکوي چې د دوی په منځ کې قوم، مذهب، ژبې او توکم د بېلابېلو نومونو په کارولو سره، د دوی په منځ کې اختلاف رامنځته کړي او نظام چې په ډېرو ستونزو سره رامنځته شوی، وپرځوي.
ارغنديوال د خپلو خبرو په دوام وويل چې د بهرنيو هېوادونو يوه مهمه موخه، د افغانستان پر کانونو حاکميت دی او دوی به هېڅکله دې موخې ته ونه رسېږي، کانونه د خلکو ملي پانګه ده او خلک دفاع ترې کوي.
نوموړي وويل چې اوسمهال وضعيت د افغانستان د خلکو په ګټه دی، د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې ليد لوری بدل شوی دی او دا کار ددې لامل شوی چې ځينې هېوادونه له ترهګرو څخه د ملاتړ له امله، څنګ ته شوي دي او دا کار د افغانستان په ګټه دی.
په دې ناسته کې يو شمېر امنيتي چارواکو هم د خپلو خبرو پرمهال د امنيتي ځواکونو سرښيندنې وستايلې او له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې تر خپل وروستي څاڅکي وينې پورې به د هېواد او خلکو له عزت او حيثيت څخه دفاع وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن