جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): ننګرهار کې د تېلو يو ټانکر کې د اور لګېدنې له امله دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه راز د ټانکر اور نږدې هټيو ته اوښتی او له امله يې شاوخوا دېرش هټۍ هم سوځېدلې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د کب په ۱۵مه پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بهسودو ولسوالۍ اړوند د رينګ روډ دوه سرکې سيمه کې د تېلو يو ټانکر اور اخيستی دی.
هغه وايي، اور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله لګېدلى دى.
نوموړی وايي، د دغه اورلګېدنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نورسخت ټپيان دي.
خوږياڼي زياته کړه، د اور لمبې نږدې دوکانونو ته هم رسېدلې چې له امله يې له ۳۰ زياتو هيټيو اور اخيستی او ميليونونه افغانۍ زيان يې ور اړولی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د اور وژنې امر سمونيار فضل الهادي پژواک ته وويل چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم اور وژنې ډله سيمه ته رسېدلې او د اوو بجو په شاوخوا کې اور مهار شوی دی.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP