منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:41 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښېغړي

ننګرهار کې اور لګېدنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

· 1 دقیقه لوستل · 148 کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): ننګرهار کې د تېلو يو ټانکر کې د اور لګېدنې له امله دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز د ټانکر اور نږدې هټيو ته اوښتی او له امله يې شاوخوا دېرش هټۍ هم سوځېدلې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د کب په ۱۵مه پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بهسودو ولسوالۍ اړوند د رينګ روډ دوه سرکې سيمه کې د تېلو يو ټانکر اور اخيستی دی.

هغه وايي، اور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله لګېدلى دى.

نوموړی وايي، د دغه اورلګېدنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نورسخت ټپيان دي.

خوږياڼي زياته کړه، د اور لمبې نږدې دوکانونو ته هم رسېدلې چې له امله يې له ۳۰ زياتو هيټيو اور  اخيستی او ميليونونه افغانۍ زيان يې ور اړولی دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د اور وژنې امر سمونيار فضل الهادي پژواک ته وويل چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم اور وژنې ډله سيمه ته رسېدلې او د اوو بجو په شاوخوا کې اور مهار شوی دی.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

بهشته محمدی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول پېښې
پېښې

کندهار کې څاه ته د لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي

پېښې

ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

پېښې

له پېښو سره د مبارزې ادارې لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره شریک شول

پېښې

پروان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او دوه ماشومان نادرکه دي

پېښې

کندهار کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

پېښې

ایران کې دوه افغان کارګر د څاه کیندلو پر مهال مړه شوي

پېښې

هرات کې ترافیکي پېښه؛ یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي

پېښې

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي