Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حدید: د ارګ او نور ترمنځ شوې هوکړه به له نوروز مخکې اعلان شي

مزارشريف (پژواک، ۱۷ کب ۹۶) د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد وايي چې تر نوي کاله به د عطامحمد نور او ارګ تر منځ روان سياسي کړکېچ پای ومومي.

نوموړي د کب په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته د روان سياسي کړکېج په تړاو خبرو کې وويل چې بلخ ته د معصوم ستانکزي او سلام رحيمي وروستي سفر د دغه کړکېچ د پای ته رسېدو شونتيا ډېره کړې ده.

د بلخ ولايتي شورا رييس حديد وايي چې څه موده وړاندې د عطامحمد نور او حکومت تر منځ روانې خبرې اترې خورا جنجالي حالت ته ولاړې خو په دې وروستيو کې د ښه کېدو پر لور روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې له ارګ سره د جميعت مذکرات د نتيجې ورکولو درشل ته رسېدلې دي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې بلخ ته د ملي امنيت د رييس معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر د رييس سلام رحيمي راتګ د عطامحمد نور ا و حکومت تر منځ روان کړکېج ته نوی لوری ورکړ.

حديد وويل چې که څه هم د دغه بحث اصلي ټکي او ژور اړخونه بربنډ شوي نه دي، خو حالات داسې ښيي چې مثبته نتيجه نږدې شوې ده.

نوموړي که څه هم ډېر او لا کره معلومات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه چې د دواړو اړخونو تر منځ ځينې داسې هوکړې شوې دي چې د شته سياسي کړکېچ د له منځه تلو هيله مندي پيدا کوي.

د هغه په وينا، د جميعت او ارګ تر منځ روانو مذکراتو کې د يوولس وړانديزونو پر سر خبرې شوې وې.

حديد وويل چې په دغو مادو کې يوازې درې څلور بې هوکړې پاتې وې.

نوموړي په باور وويل چې اوس به د دغو درې څلورو مادو پر وړاندې هم جدي بحث شوی وي او دواړو لوري به يو څه له خپلو غوښتنو پر شا شوي وي.

د هغه په وينا، د عطامحمد نور له خوا ارګ د بلخ د والي په توګه د اسحق رهګذر په ګډون د ځينو شخصيتونو نومونه وړانديز شوي وو خو دا چې دغه وړانديزونو کې اوس کوم بدلون راغلی او که پر خپل حال دی لا معلومه نه ده.

محمد اسحق رهګذر عطامحمد نور ته نږدې د جميعت ګوند غړی دی چې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازيتوب کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.