منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حدید: د ارګ او نور ترمنځ شوې هوکړه به له نوروز مخکې اعلان شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ کب ۹۶) د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد وايي چې تر نوي کاله به د عطامحمد نور او ارګ تر منځ روان سياسي کړکېچ پای ومومي.

نوموړي د کب په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته د روان سياسي کړکېج په تړاو خبرو کې وويل چې بلخ ته د معصوم ستانکزي او سلام رحيمي وروستي سفر د دغه کړکېچ د پای ته رسېدو شونتيا ډېره کړې ده.

د بلخ ولايتي شورا رييس حديد وايي چې څه موده وړاندې د عطامحمد نور او حکومت تر منځ روانې خبرې اترې خورا جنجالي حالت ته ولاړې خو په دې وروستيو کې د ښه کېدو پر لور روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې له ارګ سره د جميعت مذکرات د نتيجې ورکولو درشل ته رسېدلې دي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې بلخ ته د ملي امنيت د رييس معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر د رييس سلام رحيمي راتګ د عطامحمد نور ا و حکومت تر منځ روان کړکېج ته نوی لوری ورکړ.

حديد وويل چې که څه هم د دغه بحث اصلي ټکي او ژور اړخونه بربنډ شوي نه دي، خو حالات داسې ښيي چې مثبته نتيجه نږدې شوې ده.

نوموړي که څه هم ډېر او لا کره معلومات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه چې د دواړو اړخونو تر منځ ځينې داسې هوکړې شوې دي چې د شته سياسي کړکېچ د له منځه تلو هيله مندي پيدا کوي.

د هغه په وينا، د جميعت او ارګ تر منځ روانو مذکراتو کې د يوولس وړانديزونو پر سر خبرې شوې وې.

حديد وويل چې په دغو مادو کې يوازې درې څلور بې هوکړې پاتې وې.

نوموړي په باور وويل چې اوس به د دغو درې څلورو مادو پر وړاندې هم جدي بحث شوی وي او دواړو لوري به يو څه له خپلو غوښتنو پر شا شوي وي.

د هغه په وينا، د عطامحمد نور له خوا ارګ د بلخ د والي په توګه د اسحق رهګذر په ګډون د ځينو شخصيتونو نومونه وړانديز شوي وو خو دا چې دغه وړانديزونو کې اوس کوم بدلون راغلی او که پر خپل حال دی لا معلومه نه ده.

محمد اسحق رهګذر عطامحمد نور ته نږدې د جميعت ګوند غړی دی چې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازيتوب کوي.

د ولايتي شورا ريس وويل: ((که څه هم په سياست کې د ورته کړکېچونو د حل پر وړاندې د ټاکلي وخت ښودل منطقي خبره نه ده؛ خو دا هيله مندي زوروره ده چې تر نوي کاله پورې به روان سياسي کړکېچ حل وي.))

نوموړي وويل چې دوی د دغه کړکېج د پای ته رسېدو پلويان دي او هڅه کوي چې بايد زر پای ته ورسېږي.

له دې مخکې ځينو سرچينو ويلي وو چې د عطاء محمد نور او ارګ تر منځ پر دوو وزارتونو، دوو سفارتونو او ځينو ولايتونو هوکړه شوې ده.

پژواک هڅه وکړه چې د بلخ ولايتي شورا د څرګندونو په تړاو د جميعت ګوند نظر هم واخلو؛ خو ونه توانېدو.

خو د بلخ ځينې مدني فعالان د ولايتي شورا د رييس څرګندونې د روان سياسي کړکېچ د حل په برخه کې نېکې بولي.

احمد جاوېد پژواک ته وويل چې حکومت او د حکومت سياسي مخالفين پرته له خبرو او مذکراتو د خپلمنځي ستونزو د حل لپاره بله چاره نه لري.

نوموړي د ارګ او عطامحمد نور تر منځ روان سياسي کړکېچ نه يوازې د بلخ په زيان بولي بلکې د ټول وطن د روانو سياسي حالاتو پر وړاندې يې د ګواښ په توګه يادوي.

د هغه په وينا حکومت ته په کار دي، چې د سياسي او نظامي مخالفينو سره د مذکراتو په حالت کې د نظام حيثيت او د وطن پرمختګ تر پوښتنې لاندې را نه ولي.

عطامحمد نور کابو درې مياشتې وړاندې د ولسمشر له هغه فرمانه د نافرمانۍ غږ پورته کړ چې په کې له بلخ ولايت مقام څخه د ده استعفا منل شوې وه.

نور د ياد مخالفت تر څنګ د جميعت او ارګ تر منځ روانو مذکراتو ته بل لوری ورکړ چې له امله يې هره ورځ د حکومت په خلاف غږ پورته کاوه او ځان يې د بلخ والي نوماوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست