Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شمال کې د وضعیت بدلون د رسنیو ښځینه کار کوونکې اندېښمنې کړې دي

مزارشريف (پژواک، ١٧ کب ۹۶): د شمال وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو په دغه زون کې د رسنيو ښځينه کارکوونکو ته اندېښنې پيدا کړې دي.

د شمال زون د رسنيو ښځينه کارکوونکې وايي چې د ټولنيزو، کورنيو او سنتي خنډونو تر څنګ يې وروستيو نا امنيو او سياسي حالاتو پر چارو منفي اغېز کړی دی.

حميرا مرادي په مزارشريف ښار کې له تېرو څو کلونو راهيسې له ارزو ټلوېزيون سره د خبريالې په توګه کار کوي، نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو د روانو امنيتي او سياسي حالاتو له امله له ستونزه سره مخ ده.

نوموړې زياته کړه چې کورنۍ يې ورسره له کوره بهر د خبريالې په توګه د کار کولو ملاتړې ده، خو له کله چې سياسي حالت بدل شوی نو په اړه يې اندېښنه کوي.

حميرا وويل: ((پخوا به څه خبره نه وه، خو له تېرو څو مياشتو چې لږ هم راباندې ناوخته شي، نو له کوره زنګ راشي، ټول اندېښنه کې وي چې څه پېښه خو به شوې نه وي.))

د هغې په وينا، وېره ورسره وي چې کوم داسې بدلون رانه شي چې نه يوازې د دې پر دنده، بلکې پر ټول ژوند يې منفي اغېز وکړي.

حميرا امنيتي او ټولنيزې ستونزې د کاري مېرمنو لپاره جدي ستونزې وبللې خو د شمال او مرکز تر منځ پيدا کېدونکی سياسي واټن يې د دوی پر ژوند خورا اغېزناک وباله.

په دې وروستيو کې د شمال زون د امنيتي ستونزو تر څنګ يو شمېر واليانو د مرکزي حکومت پر خلاف غږ پورته کړی دی.

عطامحمد نور له تېرو شاوخوا څلورو مياشتو د مرکزي ادارې پر وړاندې ولاړ دی چې ولې يې د بلخ ولايت له مقامه ګوښه کړی، همداراز شاوخوا يوه مياشت مخکې د سمنګان والي عبدالکريم خدام هم د خپل ګوښه توب پر وړاندې غږ پورته کړ.

په مزارشريف کې د شمال زون د نی دفتر مسووله مېرمن مبينه خيراندېش هم وايي چې په وروستيو کې د رسنيو د ښځينه کارکوونکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

نوموړې زياته کړه: ((زه د يوې ښځې په توګه له  دې انکار نه شم کولی چې روان سياسي حالات زما پر فکر اغېز کوي، هر سهار چې له کوره وځم نو اندېښنه راسره وي چې داسې کوم بدلون غم به نن ونه شي چې زما پر ژوند منفي اغېز وکړي.))

د هغې په وينا، په ټولنه کې په عمومي توګه د نارینه و په پرتله مېرمنې له ډېرو ناخوالو سره مخ دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.