مزارشريف (پژواک، ١٧ کب ۹۶): د شمال وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو په دغه زون کې د رسنيو ښځينه کارکوونکو ته اندېښنې پيدا کړې دي.
د شمال زون د رسنيو ښځينه کارکوونکې وايي چې د ټولنيزو، کورنيو او سنتي خنډونو تر څنګ يې وروستيو نا امنيو او سياسي حالاتو پر چارو منفي اغېز کړی دی.
حميرا مرادي په مزارشريف ښار کې له تېرو څو کلونو راهيسې له ارزو ټلوېزيون سره د خبريالې په توګه کار کوي، نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو د روانو امنيتي او سياسي حالاتو له امله له ستونزه سره مخ ده.
نوموړې زياته کړه چې کورنۍ يې ورسره له کوره بهر د خبريالې په توګه د کار کولو ملاتړې ده، خو له کله چې سياسي حالت بدل شوی نو په اړه يې اندېښنه کوي.
حميرا وويل: ((پخوا به څه خبره نه وه، خو له تېرو څو مياشتو چې لږ هم راباندې ناوخته شي، نو له کوره زنګ راشي، ټول اندېښنه کې وي چې څه پېښه خو به شوې نه وي.))
د هغې په وينا، وېره ورسره وي چې کوم داسې بدلون رانه شي چې نه يوازې د دې پر دنده، بلکې پر ټول ژوند يې منفي اغېز وکړي.
حميرا امنيتي او ټولنيزې ستونزې د کاري مېرمنو لپاره جدي ستونزې وبللې خو د شمال او مرکز تر منځ پيدا کېدونکی سياسي واټن يې د دوی پر ژوند خورا اغېزناک وباله.
په دې وروستيو کې د شمال زون د امنيتي ستونزو تر څنګ يو شمېر واليانو د مرکزي حکومت پر خلاف غږ پورته کړی دی.
عطامحمد نور له تېرو شاوخوا څلورو مياشتو د مرکزي ادارې پر وړاندې ولاړ دی چې ولې يې د بلخ ولايت له مقامه ګوښه کړی، همداراز شاوخوا يوه مياشت مخکې د سمنګان والي عبدالکريم خدام هم د خپل ګوښه توب پر وړاندې غږ پورته کړ.
په مزارشريف کې د شمال زون د نی دفتر مسووله مېرمن مبينه خيراندېش هم وايي چې په وروستيو کې د رسنيو د ښځينه کارکوونکو اندېښنې ډېرې شوې دي.
نوموړې زياته کړه: ((زه د يوې ښځې په توګه له دې انکار نه شم کولی چې روان سياسي حالات زما پر فکر اغېز کوي، هر سهار چې له کوره وځم نو اندېښنه راسره وي چې داسې کوم بدلون غم به نن ونه شي چې زما پر ژوند منفي اغېز وکړي.))
د هغې په وينا، په ټولنه کې په عمومي توګه د نارینه و په پرتله مېرمنې له ډېرو ناخوالو سره مخ دي.
مېرمن خير اندېش وويل، له دوی سره کره شمېرې نشته چې د همدې ستونزې له امله څومره مېرمنو له رسنيو سره د بېلابېلو لاملونو له کبله دندې پرېيښي دي.
په مزارشريف کې د اريانا نيوز خبرياله فرشته اثر پژواک ته وويل چې يوې نجلۍ د ټولنې له ډېرو منفي اړخونو سره مبارزه کړې وي چې بيا د باندې د کار کولو شونتيا مومي.
نوموړې زياته کړه چې امنيت او سياسي بدلونونه د دوی د دغو مبارزې پر وړاندې خنډ جوړوي.
د هغې په وينا، له تېرو څو مياشتو په دې اندېښنه کې ده چې څه به کېږي او له همدې امله يې کورنۍ ته تشويش پيدا شوی دی.
په مزارشريف ښار کې د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول بشير انصاري هم ومنله چې وروستيو سياسي او امنيتي بدلونونو ښځينه خبريالانو ته اندېښنې پیدا کړې دي.
نوموړي زياته کړه: ((دغه ډول تشويش له ټولو سره وي، خو دا چې مېرمنې لا هم په ټولنه کې له نورو جدي ستونزو سره مخ وي، نو روان حالت پرې لا اغېز کوي.))
د هغه په وينا، روانو حالتو په رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر کم کړی، خو انصاري کره شمېرې وړاندې نه شوې کړای.
مدني فعالان وايي چې د هېواد شمال زون او په ځانګړې توګه مزارشريف ښار په تېرو کلونو کې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې په نسبي توګه مصون ځای بلل کېده.
خو وروستيو نا امنيو او سياسي بدلونونو د ښځينه خبريالانو پر وړاندې خنډونه زيات کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










