Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

والي: تخار کې د پوليسو  ٣٢ رنجر موټر  له نا مسووله وسله والو سره دي

تالقان(پژواک،٢٠کب٩٦): د تخار والي وايي چې د دې ولايت د پوليسو ٣٢ رنجر موټر له نا مسووله وسله والو سره دي او شخصې ګټې ترې پورته کوي.

د تخار والي فضل الله مجددي د کب په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ٣٢ رنجرې يا حکومت دې وسله والو ته ورکړي او يا دوى خپله په زور له امنيې قوماندانۍ څخه اخيستې دي.

هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل: (( دغه رنجرې يا له پخوانيو سيمه ييزو چارواکيو سره دي او يا هم له هغو کسانو سره دي چې نا مسووله وسله وال لري او زورواکي دي.))

والي دا هم وويل چې د دې ولايت يو شمير پوليس په ځانګړي ډول په ولسواليو کې د خپلو رسمي دندو پرځاى د همدې خلکو په خدمت کې دي.

دی وایي: (( ډېر شمېر پولیس د امنیې قوماندانۍ له پخوانیو چارواکو او یو شمېر نور يې بيا له نامسووله وسله والو سره په خدمت بوخت دي چې په دې سره زموږ د پولیسو شمېر کم شوی دى.))

نامسووله کسانو سره د رنجرو او خدمتي پولیسو شتون په اړه د تخار د والي دا څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې د دغه ولایت مدني فعالان او اوسېدونکي هم د نامسووله وسله والو ډېرېدل او پر وړاندې یې د حکومت چوپتیا اندېښمن کړي دي.

په تالقانو کې د مدني ټولنو د شبکې مشر منیراحمد هدف پژواک ته وويل چې له پولیسو او له رنجرو څخه په ناسمو او غیر قانوني چارو کې کار اخیستل کېږي.

هدف وايي چې د پولیسو زیات شمېر رنجرې له یو شمېر نا مسووله پخوانيو چارواکو او زورواکو سره دي چې ناوړه ګټه ترې پورته کوي.

دی زیاتوي: (( یو شمېر نامسووله چارواکو، زورواکو او د وژل شویو چارواکو کورنیو ته هم پولیس او هم رنجرې ورکړل شوي، چې شخصي ګټه ترې اخیستل کېږي، دوی ته ددغو پولیسو اعاشه او د رنجرو تېل هم ورکول کېږي، حکومت په خپله په لوی لاس ځان کندې ته غورځوي.))

د تالقانو یو اوسېدونکی عبدالصمد بیا وايي چې ډېر ځله یې په ښار، کوڅو او ان ولسوالیو کې په شخصي جامو کې داسې کسان لیدلي چې رنجر موټر ورسره دي.

نوموړی وايي: ((ما په سترګو لیدلي چې په رنجرو کې یې ښځې او ماشومان چکر ته بېولي، وسلې ورسره دي په خلکو یې ډزې کړې، خلک ځوروي، دولت ورته وړیا تېل ورکوي، والله که څوک ورڅخه پوښتنه وکړي.))

خو د تخار والي وايي چې څو وارې یې له کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا څخه غوښتي چې له نا مسووله کسانو څخه د رنجرو د بېرته راګرځولو لپاره ارزونه وکړي او په دې اړه دې اړین ګامونه اوچت کړي؛ خو په خبره یې چې تر اوسه په دې اړه کوم کار نه دی شوی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.