Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې يوه پنځه کسيزه ترهګريزه شبکه ونيول شوه

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، هغه پنځه کسيزه ترهګريزه ډله يې نيولې چې د امنيتي ځواکونو د تثبيت او ترور مسووليت يې پر غاړه درلود.

د ياد رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده ترهګريزه ډله د ملي امنيت د ځانګړې قطعې ځواکونو له لوري د يو لړ عملياتو په پايله کې د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند ساحه کې نيول شوې ده.

سرچينې زياته کړې، د يادې شبکې غړو په کابل ښار په ځانګړي ډول پنځمه امنيتي حوزه کې د امنيتي ځواکونو د تثبيت او ترور مسووليت پر غاړه درلود.

په خبرپاڼه کې د يادو کسانو نومونه نيازمحمد، محمداغا، محمدنسيم، محمدزمان او حبيب الله ياد شوي او دغه ډله له وسله والو طالبانو سره اړيکې لري.

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، يادو کسانو اعتراف کړى چې د طالبانو ترهګريزې ډلې د يوه قوماندان قاري خالد له لوري اته مياشتې وړاندې د ميدان وردګو د جلرېز په کهنه خمار سيمه کې د وسله والو طالبانو ليکو ته جذب شوى و او هغوى ته دنده سپارل شوې وه چې د امنيتي ځواکونو کسان په نښه او له مقناطيسي ماينونو او غږ نه لرونکو تومانچو په ګټې له منځه يوسي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.