ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې پر ننګرهار هوايي بريد وغانده

مشرانو جرګې پر ننګرهار هوايي بريد وغانده

author avatar
18 Mar 2018 - 20:16
مشرانو جرګې پر ننګرهار هوايي بريد وغانده
author avatar
18 Mar 2018 - 20:16

کابل (پژواک،۲۷کب۹۶): د مشرانو جرګې مشر او غړو په ننګرهار کې شوی هوايي بريد وغانده او وايي چې په دې بريد کې ولسي کسان په نښه شوي دي.

افغان هوايي ځواکونو دوه شپې وړاندې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې له امله يې د سيمې اته کسان وژل شوي او د سيمې اوسېدونکو ويلي وو چې وژل شوي کسان ملکي خلک دي، خو ځايي چارواکي د پېښې قربانيان وسله وال مخالفين ګڼي.

د سيمې خلکو پرون د وژل شويو کسانو جسدونه د احتجاج په توګه د ولسوالۍ مرکز ته ور وړي وو چې د امنيتي ځواکونو له خوا ورباندې ډزې وشوې، چې له امله يې يوتن وژل شوی او څو نور ټپيان دي.

په مشرانو جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمد حنيف حنفي د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې شوی هوايي بريد وغانده او ويې ويل چې په بريد د وسله والو مخالفينو پر سنګرونو نه، بلکې ولسي کسان په کې په نښه شوي دي.

نوموړي د پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په تېرو ۱۷ کلونو کې بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو په تېروتنې سره ولسي کسان په نښه کړي او بايد په عملياتو کې له دقت څه کار واخيستل شي.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي محمد حسن هوتک هم د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د شوي بريد په اړه د پلټنو پر غوښتلو سربېره وويل: "بايد ړانده عمليات ترسره نه شي، دا لومړی ځل نه د ی او وروستی به هم نه وي."

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم ياد شوی بريد وغانده او ويې ويل:"زه د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی یم او کره معلومات لرم چې قربانيان بزګران او ملکي کسان دي، ان په وژل شويو کې داسې کسان هم شامل دي چې کورونه يې د سيمه ييزو پوليسو په واک کې دي."

مسلميار هم د يادې شوې پېښې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په تېرو ۱۷کلونو کې دا ډول بريدونه ترسره شوي او بايد په هوايي عملياتو کې دقت وشي.

د مسلميار په وينا، دغه بريد هغه مهال رامنځ ته شوی چې بزګرانو يې خپلې ځمکې خړوبولې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.