Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیتي مسوولینو د مزارشریف د امنیت ډاډ ورکړ

مزارشريف (پژواک، ۲٩ کب ۹۶): امنيتي مسوولين په مزارشريف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په موخه د کلکو امنيتي تدابيرو ډاډ ورکوي.

خو د ښار اوسېدونکي وايي چې سږنی جشن د تېرو کلونو په پرتله ګڼه ګوڼه نه لري.

هر کال د وري په لومړۍ نېټه د سيمې په کچه د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې نوروز جشن نمانځل کېږي.

د دغه جشن پيل په مزارشريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر روضه د جنډې له پورته کېدو کېږي، چې د ملي سرود په غږولو او د توپونو په ډزو د زرګونو کسانو پر وړاندې درول کېږي.

دغه جشن ته هر کال د افغانستان له ډېری ولايتونو د زرګونو کسانو پر راتګ سربېره، له بهره هم خلک راځي.

که څه هم امنيتي تدابير د تېرو کلونو په پرتله کلک نيول شوي دي؛ خو سږ کال د ښار اوضاع د تېرو کلونو د دغه مهال په څېر د شور او د خلکو د ګڼې ګوڼې رنګ نه لري.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د کب په ۲۸مه د جشن د امنيت په تړاو خبري ناسته کې وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې په لوړه کچه امنيتي تدابير نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې د روضې شاوخوا پنځه امنيتي کمربندونه جوړ کړای شوي او په ټول کې ښار کې څلور زره امنيتي ځواکونه د امنيت ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.

د هغه په وينا د خلکو همکاري ورسره ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې غير مسوولانه حرکت وکړي.

امنيه قوماندان وويل چې هر کال به د روضې شاوخوا سړکونه نن ورځ وروسته له ماسپښينه د موټرو پر مخ بندېدل او يوازې پلي تګ لپاره بېکاره وو.

خو نوموړي زياته کړه چې د کلکو امنيتي تدابير د پلان عملي کېدو په  موخه سږ کال د نن ورځې له پيله د روضې شاوخوا سړکونه د موټرو پر مخ بند دي او خلک په ازادانه توګه په ښار کې تګ راتګ کوي.

خو د شته امنيتي تدابير او امنيتي ځواکونو پر ډاډ سربېره د مزارشريف ښار د هوټلونو مسوولين وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې مېلمانه کم دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.