Language

له کرښې هغه غاړه واڼه او وزیرستانونو کې د افغانستان په نوم تذکرې وېشل کېږي

ګردېز (پژاوک، ٢٩ کب ٩٦): د پکتيکا یو شمېر اوسېدونکي او چاروکي وايي چې په واڼه، شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې د افغانستان په نوم تذکرې جوړېږي او خلکو ته وېشل کېږي.

د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله وزير د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په واڼه، شمالي او جنوبي وزيرستان کې د افغانستان تذکرې پر ٣٠ کلدارو جوړېږي.

هغه وايي: ((دغه کار په دې سيمو کې د کمپيوټرو او فوټوکاپۍ دوکانداران کوي، خلکو ته د افغانستان تذکرې جوړوي او بيا ٣٠ کلدارې ترې اخلي.))

د پکتيکا د سرحدي سيمې يو بل کس د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې دغه تذکرې د اصلي تذکرې له مخې په ډېرې اسانې سره جوړوي.

هغه وايي: ((د هر چا چې تذکره په کار وي، ورځي، د اصلي تذکرې له مخې يواځې نوم، د پلار نوم او موقعيت يې بدلوي او نور تذکره ورته جوړوي او ورکوي يې.))

دغه راز د پکتيکا د نفوسو د احوال د ثبت ادارې مشر محمد انور هم پژواک ته ومنله چې په يادو سيمو کې خلکو ته د افغانستان تذکرې ورکول کېږي.

ده وويل: ((د دغه کار د مخنيوي لپاره موږ سرحدي مامورينو او سرتېرو ته خبر ورکړى او هم د پاسپورټ جوړونې پر مهال اول چې تذکره څوک تاييد نه کړي پاسپورت نه ورکوو.))

محمد انور وايي چې دغه موضوع يې له حکومتي مشرانو سره هم شريکه کړې ده.

د يادو څرګندونو په اړه پاکستاني چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم پاکستاني پوځيان د پکتيکا په خاوره کې له صفري نقطې مخ ته راغلي او په ځينو سيمو کې پوځي تاسيسات هم جوړ کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.