کندهار (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ۹۷): د کندهار والي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې فرصت دې له لاسه نه ورکوي او د سولې له پروسې سره دې یو ځای شي.
د کندهار والي زلمي ویسا دغه څرګندونې په ارغنداب ولسوالۍ کې د نوروز جشن په لمانځغونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د کندهار د والي تر څنګ مرستيال والي عبدالحنان منیب، د امنیتي ځواکونو مسوولينو او په سلګونو عامو خلکو ګډون کړی وو.
زلمي ویسا د افغانستان ټول ولس ته د نوي کال مبارکي وويل او ويې ویل چې۱۳۹۷ کال به په هيواد کې د سولې او پرمختګ کال وي.
هغه زیاته کړه، حکومت له وسلوالو طالبانو سره له قید او شرط پرتهد سولې هڅې پيل کړي او تمه ده چې نتیجه به ورکړي.
هغه له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې د سولې چانس له لاسه ورنه کړي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.
ویسا په هېواد کې د ټاپي او دې ته ورته نورو لويو پروژو يادونه وکړه او ویې ويل، حکومت د لويو او بنسټيزو پروژو عملي کولو ته ژمن دی او د دغه ډول پروژو په عملي کولو سره به هېواد چټک پرمختګ وکړي.
نوموړي په کندهار کي د دهلې بند د لوړولو او ۳۰ او ۱۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا پروژو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کندهار د برېښنا او زراعتي اوبو د کمښت ستونزه په نسبي ډول هواره شي.
له غونډې وروسته د ارغنداب ولسوالۍ د باباولي په زیارت کې د افغانستان ملي بیرغ پورته کړ او د يوه سمسور او اباد افغانستان په هيله يې نیالګي کېښودل.
بل خوا د کندهار زرګونه ځوانان د مېلو او تفریح لپاره ارغنداب او یو شمېر نورو ولسوالیو ته راغلي او خوشحاله دي چې د کال لومړۍ ورځ په ارامۍ او امنیت لمانځي.
د کندهار ښار یوه اوسېدونکي نذیر احمد چې له ښاره ارغنداب ته د نورور د نمانځلو لپاره راغلی و، پژواک ته وویل، د خلکو خوښي به هغه مهال یو په دوه شي چې په هېواد کې سوله او ثبات راشي.
هغه زیاته کړه د خلکو یوازینۍ هیله دا ده چې په ارامه ژوند وکړي او د جګړو ټغر له هېواده ټول شي.
login or register a new account.