منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عطامحمد نور د بلخ له خلکو سره خداى په امانى وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ۹٧) د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په مزارشريف کې د نوروز جشن د پيل په مراسمو کې په دې ولايت کې د خپل واليتبوب د تېرو څوارلسو کلونو د راپور په وړاندې کولو سره له خلکو سره خدای په اماني وکړه.

دغه مراسم په حضرت علي روضه کې د سخي جنډې په پورته کېدو پيل شول چې پکې د کابينې، ملي شورا او ولايتي غړو د بلخ پخوالي والي عطامحمد نور، سياسي شخصيتونو د ګاونډيو هېوادونو  استازو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.

په يادو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال محمد سرور دانش له وسله والو مخالفينو او ټولو هغه اړخونو، چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي، د افغان حکومت د سولې طرحې پر وړاندې د مثبت ځواب غوښتنه وکړه.

د ولسمشر لومړي مرستيال وويل، چې په افغانستان کې د روانو حالتو د کنټرولېدو لپاره همغږۍ او يووالي ته اړتيا ده.

نوموړي تېر کال د امنيت په برخه کې يو څه کړکېچن وباله؛ خو په دغه کال کې يې د ملي وحدت حکومت اقتصادي چارې، د سولې هڅې او بهرنۍ پاليسې بېسارې وګڼله.

هغه د کابل پروسې ته په اشارې سره وويل، چې افغان حکومت پکې نړيوالو او ټولو اړخونو ته د منلو وړ د سولې بشپړه طرحه وړاندې کړې ده.

دانش همداراز په اندونيزيا کې د سولې په تړاو د علماو ناستې او په ازبکستان کې د سولې کېدونکي کنفرانس ته هم اشارې وکړې، چې ښې پايلې به ولري.

نوموړي له همدې فرصتونو د ګټې اخيستنې په موخه وويل: ((افغان حکومت د سولې بشپړه طرحه وړاندې کړې ده، له وسله والو مخالفينو او له ټولو هغو اړخونو، چې د افغانستان جګړه کې ښکېل دي هيله کوو، چې مثبت ځواب ورکړي.))

 بل لورته په دې غونډه کې د بلخ مستعفي والی عطامحمد نور د خپلې ١٤کلنې کاري دورې راپور وړاندې کړ.

نوموړي له تېرو څوارلس کلونو په بلخ ولايت کې د شويو حکومتي چارو له راپور وړاندې کېدو سره له خلکو خدای پا اماني  هم وکړه، چې کواګې نور به د بلخ والي نه وي او له حکومت سره شوې سياسي ستونزه يې پای ته رسېدلې ده.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د جميعت او ارګ تر منځ توافق شوې ده او هرکلی يې ورته وکړ.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې حکومت ته يو ځل بيا ګواښ وکړ، چې بايد د دوی له متحدينو سره مدارا او له نرمۍ کار واخلي.

نوموړی همداراز د نجات افغانستان سره تړاو لرونکو ټولو اړخونو پر وړاندې له حکومته څخه د نرمۍ غوښتنه وکړه او ټينګار وکړ، چې د دغه ايتلاف ټول اړخونه بايد په حکومت کې خپل شتون وويني.

هر کال د نوروز جشن په نمانځنه کې د هېواد له بېلا بېلو څنډو او بهر څخه زرګونه کسان مزارشريف ښار ته راځي؛ خو سږکال د تېرو کلونو په پرتله د خلکو د ګډون له اړخه جشن کم رنګه وو.

خو جشن ته د تېرو کلونو په پرتله په لا سخته توګه امنيتي تدابير نيول شوي وو، چې ټول مراسم يې د امن په فضا کې ترسره شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست