ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فطرت: د ارګ او نور ترمنځ توافق د جمعيت اسلامي په تفاهم شوى

فطرت: د ارګ او نور ترمنځ توافق د جمعيت اسلامي په تفاهم شوى

author avatar
23 Mar 2018 - 15:03
فطرت: د ارګ او نور ترمنځ توافق د جمعيت اسلامي په تفاهم شوى
author avatar
23 Mar 2018 - 15:03

کابل(پژواک،۳ ورى ۹۷): د جمعيت اسلامي يو وياند وايي چې د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ توافق د جمعيت اسلامي په تفاهم شوى او له دې هوکړې سره د جمعيت د رهبرۍ شورا د مخالفت خبرونه حقيقت نه لري.

تېره ورځ حينو رسنيو د سرچينو په حواله داسې خبرونه خپاره کړل چې د جمعيت د رهبرۍ شورا د حکومت او عطامحمد نور ترمنځ په شوي توافق کې دخيل نه ده او دغه تفاهم ددې شورا لپاره د منلو نه دى .

دغو سرچينو ويلي، د ارګ او نور ترمنځ هوکړه شوې چې د بلخ والي، امينه قوماندان،د څو وزارتونو او سفارتونو لپاره به کسان د عطامحمد نور په خوښه تاکل کيږي . 

خو د جمعيت اسلامي د وياند مرستيال او نور ته نږدې کس ذبيح الله فطرت پژواک اژانس ته وويل چې له ياد تفاهم سره د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا د مخالفت خبرونه حقيقت نه لري . 

"هغه وويل جمعيت اسلامي د بلخ د موضوع په اړه د رامنځته شوي جنجال د حل صلاحيت عطامحمد نور ته ورکړى و او دغه وروستى توافق د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا په تفاهم شوى دى. "

تېرکال (١٣٩٦)د ليندۍ په ٢٧مه هغه مهال د ارګ او د بلخ د والي عطامحمد نور ترمنځ ناندرۍ پيل شوې چې کله ولسمشر غني د نور استعفا ومنله او پرحاى انجنير داوود د والي په توګه وټاکه خو نور دغه والي ونه مانه او د روان کال تر لومړۍ نېټې پورې د بلخ د والي په توګه يې خپلې دندې ته دوام ورکړ، خو نور له ارګ سره تر توافق وروسته د ١٣٩٧کال د وري په لومړۍ نېټه د ولايت څوکۍ نوي والي رهګذر ته پرېښوده .  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.