کابل(پژواک، ٤ ورى ٩٧): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دغه وزارت کې شاوخوا ١٠ زره ملکي بستونه د ملکي کارکوونکو لپاره تثبت شوي او د ګومارنې پروسه به يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون سره د لاسليک شوي تړون له مخې ډېر ژر پيل شي.
دغه هوکړه ليک نن د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون د مشر نادر نادري تر منځ لاسليک شو.
برمک ددغه تړون د لاسليک ناسته کې وويل:((د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون سره دغه تړون داسې مهال لاسليک کوو چې له کلونو هڅو وروست وتوانېدو په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو څلور کلن ستراتيژيک پروګرام تدوين کړو.))
نوموړي زياته کړه چې د پروګرام له مخې به د پوليسو په جوړښت کې پراخه اصلاحات راشي او پوليس به خپلو اصلي دندو ته را ستانه شي.
د کورنيو چارو وزير وويل:((په کورنيو چارو وزارت کې د ملکي کارکوونکو د استخدام بهير له پخوا نه پيل شوى او همدا اوس د ولايتونو امنيې قوماندانۍ په ملکي او حمايوي چارو کې يو ملکي مرستيال لري، خو د تنخواوو د ورکړې او د هغو د تمويل کوونکو سرچينو په چاره کې له ستونزو سره مخ يوو.))
خو برمک وويل چې ددغې پروسې د رسمي کولو لپاره له اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون سره تړون لاسليک شو، څو د ملکي کارکوونکو د ګومارنې پروسه رڼه شي او په کورنيو چارو وزارت کې سيسټماټيک اصلاحات بنسټيز کړي.
هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت تخصصي برخې په خپل ځاى پاتې کېږي، خو تدارکاتي برخې، مالي مديريت او د لوجستيک يوه برخه ملکي کېږي او اوسمهال د ملکي کارکوونکو لپاره شاوخوا ١٠ زره ملکي بستونه تثبيت شوي چې د استخدام پروسه به يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون په همکارۍ ډېر ژر پيل شي.
په ورته وخت کې د ياد کمېسيون مشر نادر نادري وويل چې ددغه هوکړه ليک اساسي موخه د استخدام پروسه کې د اصلاحاتو او روڼتيا راوړل دي.
نوموړي زياته کړه:((کوم هوکړه ليک چې نن لاسليک شو، د کورنيو چار وزارت او موږ تر منځ يو ګډ کار دى چې پر بنسټ يې دواړه خواوې د اصلاحاتو، ملکي کولو او زياتې روڼتيا په موخه د استخدام پروسه کې تخنيکي همکاري کوو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP