منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:41 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

برمک: د کورنيو چارو وزارت ملکي کارکوونکي د ازادې سيالۍ له لارې ګومارل کېږي

· 2 دقیقې لوستل · 148 کتنې

کابل(پژواک، ٤ ورى ٩٧): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دغه وزارت کې شاوخوا ١٠ زره ملکي بستونه د ملکي کارکوونکو لپاره تثبت شوي او د ګومارنې پروسه به يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون سره د لاسليک شوي تړون له مخې ډېر ژر پيل شي.

دغه هوکړه ليک نن د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون د مشر نادر نادري تر منځ لاسليک شو.

برمک ددغه تړون د لاسليک ناسته کې وويل:((د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون سره دغه تړون داسې مهال لاسليک کوو چې له کلونو هڅو وروست وتوانېدو په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو څلور کلن ستراتيژيک پروګرام تدوين کړو.))

نوموړي زياته کړه چې د پروګرام له مخې به د پوليسو په جوړښت کې پراخه اصلاحات راشي او پوليس به خپلو اصلي دندو ته را ستانه شي.

د کورنيو چارو وزير وويل:((په کورنيو چارو وزارت کې د ملکي کارکوونکو د استخدام بهير له پخوا نه پيل شوى او همدا اوس د ولايتونو امنيې قوماندانۍ  په ملکي او حمايوي چارو کې يو ملکي مرستيال لري، خو د تنخواوو د ورکړې او د هغو د تمويل کوونکو سرچينو په چاره کې له ستونزو سره مخ يوو.))

خو برمک وويل چې ددغې پروسې د رسمي کولو لپاره له اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون سره تړون لاسليک شو، څو د ملکي کارکوونکو د ګومارنې پروسه رڼه شي او په کورنيو چارو وزارت کې سيسټماټيک اصلاحات بنسټيز کړي.

هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت تخصصي برخې په خپل ځاى پاتې کېږي، خو تدارکاتي برخې، مالي مديريت او د لوجستيک يوه برخه ملکي کېږي او اوسمهال د ملکي کارکوونکو لپاره شاوخوا ١٠ زره ملکي بستونه تثبيت شوي چې د استخدام پروسه به يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون په همکارۍ ډېر ژر پيل شي.

په ورته وخت کې د ياد کمېسيون مشر نادر نادري وويل چې ددغه هوکړه ليک اساسي موخه د استخدام پروسه کې د اصلاحاتو او روڼتيا راوړل دي.

نوموړي زياته کړه:((کوم هوکړه ليک چې نن لاسليک شو، د کورنيو چار وزارت او موږ تر منځ يو ګډ کار دى چې پر بنسټ يې دواړه خواوې د اصلاحاتو، ملکي کولو او زياتې روڼتيا په موخه د استخدام پروسه کې تخنيکي همکاري کوو.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

بهشته محمدی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي