خوست ښار (پژواک، ۵ وری ۱۳۹۷): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې د نشه يي توکو پر وړاندې يې خپله مبارزه ګړندۍ کړې او په دې برخه کې زياتې لاسته راوړنې هم لري.
هغوی دا څرګندونې نن د وري په ۵مه د يوه اندازه هغو نشه يي توکو د سوځولو پرمهال وکړې، چې امنيتي ځواکونو د خپلو عملياتو په ترڅ کې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.
د دې ترڅنګ هغه شپږ ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي هم په عام محضر کې وسوځول شول، چې د خوست ښار له درملتونونو او د خوراکي توکو له هټيو د عامې روغتيا رياست کارکوونکو په مرسته راټول شوي و.
د خوست والي د يادو نشه يي توکو او تاريخ درملو او خوراکي توکو د سوځولو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوی مبارزه د نشه يي توکو پر وړاندې جدي روانه ده.
والي حکم خان حبيبي وويل، ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه ژمن دي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې به خپله مبارزه د پخوا په څېر دوامداره ساتي او په دې برخه کې به خپل منسوبين غفلت کولو ته پرې نږدي.
هغه زياتوي: ((د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي نشه يي توکي نن په عام محضر کې سوځول کېږي، په دې کې ۶۲ کيلو ګرامه چرس، ۲۲۲ ليتره الکولي مشروبات، ۱۸۰ ګرامه ترياک او ۲۰۹ ګرامه هيرويين شامل دي.))
نوموړي همدا ډول د دې ولايت له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو وغوښتل، چې د نشه يي توکو د استعمال او قاچاق په مخنيوي کې له ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو سره پوره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د خوست امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان پژواک اژانس ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۵۲ کسان نيولي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
دی وايي: ((د خوست امنيتي پرسونل به هيڅ وخت په شا لاړ نه شي او ان شاءالله کومه پروسه چې د نشه يي توکو پروړاندې پيل شوې، دا به همداسې روانه وي.))
په عين وخت کې د خوست ښار يوه اوسېدونکي محمدسيف الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې له خوست څخه د مل پاسوال محمد داوود امين په تګ سره څه ناڅه د نشه يي توکو استعمال او خرڅلاو ډېر شوی دی او په دې برخه کې د جدي مبارزې غوښتنه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP