منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

د خوست والي: د نشه يي توکو پر وړاندې مو مبارزه ګړندۍ کړې

· 2 دقیقې لوستل · 163 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۵ وری ۱۳۹۷): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې د نشه يي توکو پر وړاندې يې خپله مبارزه ګړندۍ کړې او په دې برخه کې زياتې لاسته راوړنې هم لري.

هغوی دا څرګندونې نن د وري په ۵مه د يوه اندازه هغو نشه يي توکو د سوځولو پرمهال وکړې، چې امنيتي ځواکونو د خپلو عملياتو په ترڅ کې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.

د دې ترڅنګ هغه شپږ ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي هم په عام محضر کې وسوځول شول، چې د خوست ښار له درملتونونو او د خوراکي توکو له هټيو د عامې روغتيا رياست کارکوونکو په مرسته راټول شوي و.

د خوست والي د يادو نشه يي توکو او تاريخ درملو او خوراکي توکو د سوځولو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوی مبارزه د نشه يي توکو پر وړاندې جدي روانه ده.

والي حکم خان حبيبي وويل، ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه ژمن دي، چې د نشه يي توکو  پر وړاندې به خپله مبارزه د پخوا په څېر دوامداره ساتي او په دې برخه کې به خپل منسوبين غفلت کولو ته پرې نږدي.

هغه زياتوي: ((د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي نشه يي توکي نن په عام محضر کې سوځول کېږي، په دې کې ۶۲ کيلو ګرامه چرس، ۲۲۲ ليتره الکولي مشروبات، ۱۸۰ ګرامه ترياک او ۲۰۹ ګرامه هيرويين شامل دي.))

نوموړي همدا ډول د دې ولايت له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو وغوښتل، چې د نشه يي توکو د استعمال او قاچاق په مخنيوي کې له ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو سره پوره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د خوست امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان پژواک اژانس ته وويل  چې په تېره يوه اوونۍ کې امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۵۲ کسان نيولي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

دی وايي: ((د خوست امنيتي پرسونل به هيڅ وخت په شا لاړ نه شي او ان شاءالله کومه پروسه چې د نشه يي توکو پروړاندې پيل شوې، دا به همداسې روانه وي.))

په عين وخت کې د خوست ښار يوه اوسېدونکي محمدسيف الله پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له خوست څخه د مل پاسوال محمد داوود امين په تګ سره څه ناڅه د نشه يي توکو استعمال او خرڅلاو ډېر شوی دی او په دې برخه کې د جدي مبارزې غوښتنه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه