مزارشريف (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د جرمني د دفاع وزيرې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال له امنيتي مسوولينو سره د دغه زون پر امنيتي مسايلو خبرې وکړې.
په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندانۍ مرستيال وياند نصرت الله جمشيدي د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جرمني د دفاع وزيره اورسلا وان ډير ليوين پرون د مزارشريف په مرمر کمپ کې د افغان او ناټو ځواکونو له قوماندانانو سره وليدل.
هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو او د پوليسو د ٢٠٧ پامير زون قوماندانانو هم ګډون کړى و.
د نوموړي په وينا، په دې ناسته کې د شمال زون د تېر کال امنيتي حالت و ارزول شو او د روان لمريز کال پر امنيتي پلانونو خبرې وشوې.
جمشيدي وايي چې د جرمني د دفاع وزيرې دغه راز په دغه کمپ کې د خپل هېواد له سرتېرو او قوماندانانو او د ناټو له مسوولينو سره هم ځانګړې ناسته لرله.
د جرمني د دفاع وزيرې ويلي چې دوى به د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ماموريت ته ادامه ورکوي.
د يادونې ده، جرمني په افغانستان کې ٩٨٠ سرتېري چې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي، خو څو ورځې مخکې د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې دا شمېر به ١٣٠٠ ته لوړوي.
له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د جرمني ٥٤ سرتېري وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP