ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جرمني د دفاع وزيرې بلخ ته د سفر پر مهال د شمال پر امنيت خبرې کړي

د جرمني د دفاع وزيرې بلخ ته د سفر پر مهال د شمال پر امنيت خبرې کړي

author avatar
26 Mar 2018 - 10:31
د جرمني د دفاع وزيرې بلخ ته د سفر پر مهال د شمال پر امنيت خبرې کړي
author avatar
26 Mar 2018 - 10:31

مزارشريف (پژواک، ٦ ورى ٩٧):  د جرمني د دفاع وزيرې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال له امنيتي مسوولينو سره د دغه زون پر امنيتي مسايلو خبرې وکړې.

په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندانۍ مرستيال وياند نصرت الله جمشيدي د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جرمني د دفاع وزيره اورسلا وان ډير ليوين پرون د مزارشريف په مرمر کمپ کې د افغان او ناټو ځواکونو له قوماندانانو سره وليدل.

هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې د ٢٠٩  شاهين قول اردو او د پوليسو د ٢٠٧ پامير زون قوماندانانو هم ګډون کړى و.

د نوموړي په وينا، په دې ناسته کې د شمال زون د تېر کال امنيتي حالت و ارزول شو او د روان لمريز کال پر امنيتي پلانونو خبرې وشوې.

جمشيدي وايي چې د جرمني د دفاع وزيرې دغه راز په دغه کمپ کې د خپل هېواد له سرتېرو او قوماندانانو او د ناټو له مسوولينو سره هم ځانګړې ناسته لرله.

د جرمني د دفاع وزيرې ويلي چې دوى به د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ماموريت ته ادامه ورکوي.

د يادونې ده، جرمني په افغانستان کې ٩٨٠ سرتېري چې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي، خو څو ورځې مخکې د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې دا شمېر به ١٣٠٠ ته لوړوي.

له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د جرمني ٥٤ سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.