ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې دوه پوليس او څلور طالبان وژل شوي

زابل کې دوه پوليس او څلور طالبان وژل شوي

author avatar
27 Mar 2018 - 11:58
زابل کې دوه پوليس او څلور طالبان وژل شوي
author avatar
27 Mar 2018 - 11:58

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د نښتې پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امير جان الکوزي د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې دوه بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، په دې نښتو کې دوه پوليس وژل شوي او اته نور ژوبل دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسوال دغه راز وويل چې د پوليسو په ځوابي بريدونو کې څلور وسله وال هم وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

دى وايي چې اوس په سيمه کې وضعيت ښه دى او پاتې وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.