Language

د کندهار مخور له وسله والو د سولې په برخه کې مثبت ځواب غواړي

کندهار (پژواک، ۸ وری ۹۷): د کندهار مخورو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې په برخه کې دې د ولس غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او نوره دې جګړه ودروي.

په کندهار ښار کې دغه لسګونه مخور چې د ولایتي شورا غړي، قومي مشران او دیني عالمان په کې شامل وو، د وري په ٨ مه، د هلمند د هغه پرلت په ملاتړ راټول شوي وو چې ښځې او نارينه په کې راټول شوي او له وسله والو د سولې غوښتنه کوي.

د ولس غږ سیاسي حرکت د کمېسیون مشر دیني عالم مولوي محمد حق خطیب وویل، نور د دې وخت رارسېدلی چې وسله وال طالبان د ولس د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړه، ولس نور له جګړو، وژنو او ورانیو ستړی شوی او د تلپاتې سولې په ارمان دی.

دی وايي، دا د وسله والو طالبانو اسلامي او انساني دنده ده چې د ولس دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي چې حکومت او نړیوالې ټولنې هم تل بدرګه کړې ده.

خطيب وویل، په کندهار کې د ولس غږ سیاسي حرکت په هلمند کې د سولې په موخه د پيل شوي پرلت ملاتړ کوي او د هېواد په کچه د دغه ډول حرکتونو پيلېدا ته اړتیا ویني.

د کندهار د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال هم وویل چې ښکېل اړخونه دې د سولې په نوم پیل شوو هڅو ته د شک په سترګه نه ګوري، بلکې په دې برخه کې دې د ولس غوښتنې ومني.

هغه زیاته کړه، سوله د ټول ولس اړتیا ده او د پردۍ تپل شوې جګړې د مخنیوي یوازینۍ لار ده.

نن پنځمه ورځ ده چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې لسګونو نارینه او ښځو (طالبه نور به سوله کوې) تر سرلیک لاندې د پرلت خېمه درولې ده.

هغوی له هغه وروسته دغه پرلت پيل کړ چې د نوي لمریز کال په درېیمه په لښکرګاه کې د یوه لوبغالي مخ ته ځانمرګى بريد وشو او په کې تر۶۰ زياتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پرلت برخه والو ویلي چې د وسله والو تر واک لاندې سیمې ته به ځي او له هغوی به مخامخ د سولې غوښتنه کوي.

بل خوا وسله والو طالبانو په هلمند کې د خلکو له خوا د سولې په اړه پيل شوي پرلت ته د یوې خبرپاڼې په خپرولو ځواب ویلی.

login or register a new account.

Related Topics