Language

قوماندان کاروان: وسله وال مخالفین مې له نامه وېرېږي

ښرنه (پژواک، ٨ ورى ٩٧): په پکتيکا کې د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان وايي چې په تېرو ١٦ کلونو کې پرې ٣٨ ځلې مرګونه بريدونه شوي خو ١٣ ځلې بيا سخت ټپي شوى دى.

دغه څرګندونې د پکتيکا د ځانګړو پوليسو قوماندان عزيزالله کاروان د وري په اتمه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه وويل چې په تېرو ١٦ کلونو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې یې شپږ سوه ملګري وژل شوي او له زرو ډېر ملګري يې ټپيان شوي دي.

عزيزالله ١٦ کاله وړاندې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې ټکسي چلوونکي و چې بيا د امريکايي ځواکونو تر مشرۍ لاندې د افغان ځواکونو په ليکو کې د سرتېري په توګه دنده پيل کړه.

کاروان د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې پرله پسې برياوې ترلاسه کړې نو له همدې امله یې شهرت ترلاسه کړ او بيا د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان وټاکل شو.

کاروان وايي: ((په تېرو ١٦ کلونو کې ٣٨ ځلې را باندې مرګوني بريدونه شوي، ١٣ ځلې خو يې راباندې يواځې ځانمرګي بريدونه کړي دي.))

د نوموړي په وينا، په دې موده کې ١٣ ځلې سخت ټپي شوى چې بيا په کابل کې تر درملنې وروسته یې بېرته خپله دنده پيل کړې ده.

هغه د يوې خاطرې په توګه وويل: ((په دې موده کې مې په زرګونو جګړو کې برخه اخيستې ده خو تر ټولو سخته جګړه د سروبي ولسوالۍ په سپېدار نري سيمه کې جګړه وه چې تلفات يې هم درلودل.))

د کاروان په وينا، په دې موده کې يې چې کوم ملګري وژل شوي، د هغوى ټولو نومونه يې په خپل کور کې په مرمرينو ډبرو ليکلي دي.

کاروان زياتوي: ((زه يو عسکر يم، بې له يو خدای (ج) څخه له بل چا څخه وېره نه لرم، هر ځای چې دښمن موجود وي، زه هلته ځم او جنګېږم.))

نوموړی که څه هم وايي چې له جګړو وېره نه لري خو زياتوي: ((زه چې کله د خلکو په منځ کې يم، نو سخت وېرېږم چې دښمنان راپسې چاودنه ونه کړي او ملکي خلک مړه نه شي.))

د پکتيکا د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې که چېرې حکومتي چارواکي پرېکړه وکړي او دی له دندې ګوښه کړي، نو ځواب به يې څه وي؟ ويې ويل: ((زه د دغه هېواد يو عسکر يم او د مشرانو هر امر د سر په سترګو منم.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.