ښرنه (پژواک، ٨ ورى ٩٧): په پکتيکا کې د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان وايي چې په تېرو ١٦ کلونو کې پرې ٣٨ ځلې مرګونه بريدونه شوي خو ١٣ ځلې بيا سخت ټپي شوى دى.
دغه څرګندونې د پکتيکا د ځانګړو پوليسو قوماندان عزيزالله کاروان د وري په اتمه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه وويل چې په تېرو ١٦ کلونو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې یې شپږ سوه ملګري وژل شوي او له زرو ډېر ملګري يې ټپيان شوي دي.
عزيزالله ١٦ کاله وړاندې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې ټکسي چلوونکي و چې بيا د امريکايي ځواکونو تر مشرۍ لاندې د افغان ځواکونو په ليکو کې د سرتېري په توګه دنده پيل کړه.
کاروان د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې پرله پسې برياوې ترلاسه کړې نو له همدې امله یې شهرت ترلاسه کړ او بيا د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان وټاکل شو.
کاروان وايي: ((په تېرو ١٦ کلونو کې ٣٨ ځلې را باندې مرګوني بريدونه شوي، ١٣ ځلې خو يې راباندې يواځې ځانمرګي بريدونه کړي دي.))
د نوموړي په وينا، په دې موده کې ١٣ ځلې سخت ټپي شوى چې بيا په کابل کې تر درملنې وروسته یې بېرته خپله دنده پيل کړې ده.
هغه د يوې خاطرې په توګه وويل: ((په دې موده کې مې په زرګونو جګړو کې برخه اخيستې ده خو تر ټولو سخته جګړه د سروبي ولسوالۍ په سپېدار نري سيمه کې جګړه وه چې تلفات يې هم درلودل.))
د کاروان په وينا، په دې موده کې يې چې کوم ملګري وژل شوي، د هغوى ټولو نومونه يې په خپل کور کې په مرمرينو ډبرو ليکلي دي.
کاروان زياتوي: ((زه يو عسکر يم، بې له يو خدای (ج) څخه له بل چا څخه وېره نه لرم، هر ځای چې دښمن موجود وي، زه هلته ځم او جنګېږم.))
نوموړی که څه هم وايي چې له جګړو وېره نه لري خو زياتوي: ((زه چې کله د خلکو په منځ کې يم، نو سخت وېرېږم چې دښمنان راپسې چاودنه ونه کړي او ملکي خلک مړه نه شي.))
د پکتيکا د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې که چېرې حکومتي چارواکي پرېکړه وکړي او دی له دندې ګوښه کړي، نو ځواب به يې څه وي؟ ويې ويل: ((زه د دغه هېواد يو عسکر يم او د مشرانو هر امر د سر په سترګو منم.))
کاروان ادعا وکړه چې د پکتيکا د امنيت په ټينګښت کې یې مهم رول لوبولى او اوس هم چې چېرې وسله وال مخالفين د ده نوم واوري، نو له جګړې پرته سيمه پرېږدي او بل ځاى ته ځي.
بل لور ته په پکتيکا کې د ځانګړو ځواکونو يوه سرتېري نېک محمد پژواک ته وويل چې عزيزالله کاروان په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره وروستۍ هلې ځلې کړې دي.
هغه وويل: ((اوس د دغه ولايت ډېری ځوانان هڅه کوي د عزيزالله کاروان پر قدم، قدم کېږدي، او ځان کې د هغه مېړانه او شهامت پيدا کړي؛ ځکه هر ځوان چې اوس له عزيزالله سره د سرتېري په توګه دنده اخلي، تر نورو سرتېرو ځان قهرمان بولی.))
د يادونې ده، عزيزالله کاروان په پکتيکا ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د رامنځته کولو بنسټ ايښودونکی هم دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










