ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې شورا:  په ملي او نړيواله کچه د سولې په تړاو اجماع ته نږدې شوي يو

د سولې شورا: په ملي او نړيواله کچه د سولې په تړاو اجماع ته نږدې شوي يو

author avatar
29 Mar 2018 - 16:19
د سولې شورا:  په ملي او نړيواله کچه د سولې په تړاو اجماع ته نږدې شوي يو
author avatar
29 Mar 2018 - 16:19

مزارشريف (پژواک، ۹ وری ۹۷): د سولې عالي شورا مسوولين وايي چې افغانستان په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د سولې په تړاو اجماع ته نږدې شوی دی.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۹مه د شمال زون په کچه د سولې په تړاو له ديني عالمانو سره مشورتي ناسته وشوه.

دغه ناسته چې د سولې عالي شورا کمېسيون له خوا جوړه شوې وه، په کې د شمال زون د سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ديني عالمانو او د سولې ولايتي کمېسيونونو غړو برخه اخيستې وه.

د سولې عالي شورا مرستيال عطاالرحمان سليم دې مشورتي ناستې ته وويل چې افغانستان د سولې په تړاو د نړۍ په کچه منونکې طرحه وړاندې کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې له دې وروسته هېچا ته د جګړې کولو هېڅ لامل نه دی پاتې شوی.

د هغه په وينا، افغان حکومت هغې نتيجې ته نږدې شوی چې د سولې په تړاو ورته ټول مثبت ځواب ورکړي.

د سولي عالي شورا مرستيال وويل: ((موږ په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د سولې په تړاو اجماع رامنځته کېدو وروستيو شېبو کې يو چې ډېر ژر به دغه زېری خپل ملت ته ورکړو.))

نوموړي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

خو په ياده غونډه کې ځينو ديني عالمانو پر حکومت نيوکه وکړه چې دوی ته پاملرنه نه کوي.

د بلخ ولايت ديني عالم محمد سليم پژواک ته وويل چې د سولې په تړاو د روانې اجماع په جوړېدو کې تر ټولو ډېر رول ديني عالمان ترسره کولی شي.

نوموړي زياته کړه چې د دوی په واک د پيغام رسولو ډېرې وسيلې نشته دي.

د هغه په وينا، د افغانستان ديني عالمان هم بايد د نورې نړۍ ديني عالمانو په څېر د ممبر تر څنګ رسنيز امکانات هم ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.