Language

د پکتیکا په درېیو ولسوالیو کې د لارو بندېدو له امله د توکو بیې لوړې شوې

ګردېز (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د پکتيکا د درېيو ولسواليو قومي مشران وايي چې له تېرو ١٧ کلونو راهيسې يې لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړلې چې له امله يې د خوراکي او نورو توکو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

په دې اړه د تروې ولسوالۍ قومي مشر ملک زرين د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې د وازې خوا، تروې او وړممۍ ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي.

هغه وايي چې د همدې لارو د تړل کېدو له امله د خوراکي او نورو توکو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ولسواليو کې يوه بورۍ پنځوس کيلويې اوړه شاوخوا ١٨٠٠افغانۍ  او د يو لېتر پټرولو بيه شاوخوا ٩٠ افغانۍ ده .

هغه وايي: ((هر شی همدغسې قيمته دي، که حکومت زموږ د ولسواليو لارې خلاصې نه کړي، په راتلونکي ټاکنو کې ګډون نه کوو او خپلې تذکرې هم لرې غورځوو؛ ځکه حکومت دغه ولسوالۍ د ځان نه ګڼي.))

دغه راز د وړممۍ ولسوالۍ قومي مشر ملک بهاول خان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که حکومت هر څه ژر د دې ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره خلاصې نه کړي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بهاول زياتوي: ((اته ورځې وړاندې په پوليسو پسې ماين چاودنه وکړه چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او يو سخت ژوبل دی چې تر اوسه پورې د امنيې قوماندانۍ مسوولين پر دې نه دي توانېدلی چې ياد زخمي ښرنې ته انتقال کړي.))

همدارنګه د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي ملک منان هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د ولسمشر په ګډون ټولو له دوى سره د دې ولسواليو د لارو خلاصېدو ژمنې کړې، خو تر اوسه عملي شوې نه دي.

هغه وايي: ((موږ درې سوه ځوانان چمتو کړل چې د دې لارو امنيت به نيسي، شپږ مياشتې درس هم ورکړل شو خو ټول بېرته په کور کېنول شول، دومره وشول چې ټول يې له طالبانو سره دښمنان کړل.))

نوموړي د پکتيکا پر امنيتي چارواکو تور پورې کړ چې د خپلو ګټو لپاره هر څه کوي او د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ هم نه کوي.

د يادو ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د دې لارو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود يواځې دومره وويل چې د ټپي پوليسو انتقال او د لويو لارو د امنيت ټينګښت په دوى پورې اړه نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.