منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا په درېیو ولسوالیو کې د لارو بندېدو له امله د توکو بیې لوړې شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د پکتيکا د درېيو ولسواليو قومي مشران وايي چې له تېرو ١٧ کلونو راهيسې يې لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړلې چې له امله يې د خوراکي او نورو توکو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

په دې اړه د تروې ولسوالۍ قومي مشر ملک زرين د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې د وازې خوا، تروې او وړممۍ ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي.

هغه وايي چې د همدې لارو د تړل کېدو له امله د خوراکي او نورو توکو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ولسواليو کې يوه بورۍ پنځوس کيلويې اوړه شاوخوا ١٨٠٠افغانۍ  او د يو لېتر پټرولو بيه شاوخوا ٩٠ افغانۍ ده .

هغه وايي: ((هر شی همدغسې قيمته دي، که حکومت زموږ د ولسواليو لارې خلاصې نه کړي، په راتلونکي ټاکنو کې ګډون نه کوو او خپلې تذکرې هم لرې غورځوو؛ ځکه حکومت دغه ولسوالۍ د ځان نه ګڼي.))

دغه راز د وړممۍ ولسوالۍ قومي مشر ملک بهاول خان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که حکومت هر څه ژر د دې ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره خلاصې نه کړي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بهاول زياتوي: ((اته ورځې وړاندې په پوليسو پسې ماين چاودنه وکړه چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او يو سخت ژوبل دی چې تر اوسه پورې د امنيې قوماندانۍ مسوولين پر دې نه دي توانېدلی چې ياد زخمي ښرنې ته انتقال کړي.))

همدارنګه د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي ملک منان هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د ولسمشر په ګډون ټولو له دوى سره د دې ولسواليو د لارو خلاصېدو ژمنې کړې، خو تر اوسه عملي شوې نه دي.

هغه وايي: ((موږ درې سوه ځوانان چمتو کړل چې د دې لارو امنيت به نيسي، شپږ مياشتې درس هم ورکړل شو خو ټول بېرته په کور کېنول شول، دومره وشول چې ټول يې له طالبانو سره دښمنان کړل.))

نوموړي د پکتيکا پر امنيتي چارواکو تور پورې کړ چې د خپلو ګټو لپاره هر څه کوي او د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ هم نه کوي.

د يادو ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د دې لارو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود يواځې دومره وويل چې د ټپي پوليسو انتقال او د لويو لارو د امنيت ټينګښت په دوى پورې اړه نه لري.

خو بل لور ته د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز پژواک ته وويل چې د يادو ولسواليو د لارې د خلاصون لپاره پوره چمتووالى نيول شوى دى.

هغه وايي: ((پوليس ورته روزل شوي، درنه وسله ښرنې ته راوړل شوې، روانه اوونۍ کې امنيتي مسوولين يو تصميم نيسي.))

د يادونې ده، د پکتيکا وړممۍ، تروې او وازې خوا ولسوالۍ له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري چې تېر کال د درېيو مياشتو لپاره دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري کلابندې شوې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه