Language

زابل کې څلور پوليس سرتېرو او لس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات (پژواک، ١٦ ورى ٩٧) : چارواکي وايي چې د يوې نښتې پر مهال په زابل ولايت کې يو پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال اميرجان الکوزي د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه د دې ولسوالۍ د سرخسنګ په سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې يو پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

د ولسوال په وينا، د پوليسو په ځوابي بريد کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دى وايي چې د پوليسو يو رينجر هم ويجاړ شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics