Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ازبکستان  افغانستان ته د صادرتي برېښنا بيه کمه کړې

کابل(پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي کابل ته د سفر پرمهال ويلي چې هېواد يې افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا بيه کمه کړې ده .

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې عصمت الله ايرګاشيف دغه موضوع پرون ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې په ليدنه کې وکړه.

ايرګاشيف څرګنده کړه چې هېواد يې افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا د هر کيلوواټ بيه ٨.٥ سنټو څخه پنځو سنټو(نږدې درې نيمې افغانۍ) ته را ټيټه کړې او دغه طرحه د روان کال د جولاى مياشتې(د ١٣٩٧ کال د چنګاښ ١٠مه) څخه عملي کېږي.

خبرپاڼه زياتوي چې ټاکل شوې د ازبکستان د سرخکان سيمې څخه د ١٠٠٠ ميګاواټه برېښنا لين هم بغلان ولايت ته وغځول شي چې په دې کار سره به راتلونکي يوه کال کې د کابل په ګډون د ګڼ شمېر ولايتونو د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستيو مياشتو کې به د هېواد اووه ولايتونه  له برېښنا څخه برخمن شي او په دې لړ کې به په بادغيس ولايت کې د هر کيلو واټ برېښنا بيه له ٣٥ افغانيو څخه شپږو افغانيو او په غزني ولايت کې هم ٦،٧٥ افغانيو ته راټيټ شي.

په همدې ډول ويل شوي چې ډېر ژر به له ننګرهار سره د ٧٠ مېګاواټه برېښنا لين هم ونښلول شي او پر دې سربېره به د شمالي ولايتونو برېښنا هم په نسبي ډول حل شي چې مرکزي سيمو ته هم د برېښنا غځولو تدارکاتي پړاوونه د بشپړېدو په حال کې دي.

د برېښنا رياست وياند وحيدالله توحيدي پژواک ته وويل چې دغه شرکت تېره ورځ د ازبکستان حکومت له استازي سره د هغه هېواد د وارداتي برېښنا د بيې کمښت په اړه تړون لاسليک کړى دى.

د هغه په خبره، اوسمهال له ازبکستان څخه افغانستان ته ٣٠٠ مېګاواټه برېښنا واردېږي او برېښنا شرکت تصميم لري چې د برېښنا بيې د کمښت په موخه د وارداتي برېښنا اندازه زياته کړي.

اوسمهال هر کيلوواټ برېښنا د کاروونکي د لګښت کچې تناسب ته په پام سره په استوګنيزو سيمو کې(تر ٢٠٠ کيلوواټه په ٥/٢افغانۍ، له ٢٠٠تر ٤٠٠ کيلو واټه په ٧٥/٣ افغانۍ او له ٤٠٠ تر ٧٠٠ کيلو واټه پورې په پنځه افغانۍ ) بيه لري او په سوداګريزه برخه کې هر کيلو واټ په ٥/١٢ افغانۍ وړاندې کېږي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ١٢٥٠ مېګاواټه برېښنا لګول کېږي چې ٨٠ سلنه يې وارداتي( له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ايران څخه) ده او ٢٠ سلنه نوره په هېواد کې دننه توليدېږي.

ويل کېږي چې برېښنا ته کورنۍ اړتيا څه باندې اووه زره مېګاواټه ته رسېږي او حکومت تصميم لري چې د نوو بندونو د جوړولو او وارداتو په زياتوالي سره دغه اړتيا ته ځواب ووايي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.