Language

غزني کې ترافيکي پېښې ١٣کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ښار(پژواک،٢٠ورى٩٧): غزني کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوى او د دوه ښځو په ګډون ١٢ کسان ټپيان دي.

د  غزني د ترافيکو مدير احمد الله احمدي د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له مخکې په خواجه عمري ولسوالۍ کې يو سراچه موټر له يو تونس سره ټکر کړى دى.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې د سراچې موټر چلوونکى مړ شوى او د دوه ښځو په ګډون ١٢ نور کسان ټپيان دي.

دغه راز د غزني د حوزوي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له دغې پېښې څخه روغتون ته يو جسد او اته ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي: (( د ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه نه و، نو کابل ته مو ولېږل.))

د يادونې ده چې ډېرى مهال داسې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او سړک د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.