کندهار (پژواک، ۲۴ وری ۹۷) : د ننګرهار او نورستان دولایتي شورارییسانو د کندهار قومي اوسیاسي مشرانو سره د هیواد پر وروستیو حالاتو خبرې کړې.
د ختیځو ولایتونو هر د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت، د نورستان ولایتي شورا رییس سعیدالله پاینده زوی، د کونړ ولایتي شورا پخوانی رییس او اوسنی غړي محمد ساپي او د ننګرهار ولایتي شورا غړي سهراب قادري په ګډون یو پلاوی کندهار ته سفر وکړ او ددغه ولایت له ولایتي شورا، قومي او سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دوی د قومي مشر شاه ولي خان کرزي سره ناسته وکړه چې پکې د هېواد پر روان وضعیت سره سلا مشورې وشوې.
هغه زیاته کړه، چې دغه راز په دغه ناسته کې د کندهار ولایتي شورا مرستیال او د شورا یو شمېر غړو هم برخه درلوده چې پکې د اړوندو ولایتونو پر سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او بېلابېلو برخو بحثونه وشول.
هغه وایي، چې د لوی ننګرهار او لوی کندهار د تاریخي اړیکو د دوام او نظریاتو د تبادلې لپاره یې شاولي خان کرزي، د کندهار ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو ته په دې ناسته کې هم لوی ننګرهار ته د تګ بلنه ورکړه.
احمد علي وایي، ددې سفر پر مهال یې د کندهارولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق خان سره په کتنه کې د هېواد پر اوسنیو مسایلو خبرې اترې وکړې.