کابل (پژواک، ۲۴ورى۹۷): دوه افغان کارګر د کار پرمهال د ايران په تهران ښار کې مړه شول .
دغه دوه افغان کارګر د هغې زړې ودانۍ پر نړولو بوخت و چې ټاکل شوې پرځاى يې له سره نوې ودانۍ جوړه شي.
د تهران د اطفايې ادارې ويلي چې دوى د سيمې د خلکو له لارې له دغې پېښې خبر شول او وتوانېدل چې د يوې دستګاه او دېوال ترمنځ بندو دغو دوه افغانانو ته نجات ورکړي ، خو هغوى د زياتې خونريزۍ له امله ساه ورکړه .
ويل کيږي چې ددغو افغانانو عمرونه د ١٧او ١٩کلونو ترمنځ دي، خو د نور هويت په اړه يې څه نه دي ويل شوي .
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ايران کې له دوه ميليون څخه زيات افغان کډوال ژوند کوي چې نږدې يونيم ميليون يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP