تالقان (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د تخار مستوفيت چارواکي وايي، ډېر ژر به هغه رسنۍ وتړل شي چې د ماليې تر څنګ يې د فريکونسي پيسې هم نه دي تحويل کړې.
خو بل لور ته د يو شمېر رسنيو مسوولين وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولاى دغه پيسې تحويل کړي.
د تخار د مستوفيت امر مقصود اصفيا د وري په ٢٥مه خبريالانو ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې لسو راډيوګانو او ټلوېزيونونو د ماليې او فريکونسي پيسې نه دي ورکړې.
هغه وايي: ((څو ځلې مو ورته مکتبونه استولي چې خپلې پيسې تحويل کړي خو که دغو رسنيو په دوو اونيو کې خپل حسابونه تصفيه نه کړل، نو وبه تړل شي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه رسنۍ د فريکانس له پلوه له پنځوس زرو نيولې تر ٢٥٠زرو پورې، پوروړې دي.
اصفيا زياته کړه: ((ځيني نورو بيا ماليه نه ده ورکړې او يا مالياتي جريمه شوې دي.))
نوموړي د دې رسنيو نومونه په ډاګه نه کړل.
خو بل لور ته په تالقانو کې د غازيان خصوصي راډيو مسوول مدير سنت الله معروفي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کلونو کې رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: ((رسنۍ نه شي کولاى چې د برېښنا لګښت ورکړي، د کارکوونکو تنخواوې نه شي ورکولاى نو د ماليې او د فريکانس پيسې به څنګه ورکړي.))
د معروفي په وينا، که چېرې حکومت او يو شمېر موسسې د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې له رسنيو سره مرسته ونه کړي نو ډېرې رسنۍ به وتړل شي.
د يادونې ده، د تېرو درېيو کلونو په اوږدو کې په تخار ولايت کې تر لسو ډېرې چاپې رسنۍ د اقتصادي ستونزو امله تړل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن