ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې کوچیان ځان ته د حکومت پاملرنه غواړي

په شمال کې کوچیان ځان ته د حکومت پاملرنه غواړي

author avatar
17 Apr 2018 - 18:20
په شمال کې کوچیان ځان ته د حکومت پاملرنه غواړي
author avatar
17 Apr 2018 - 18:20

مزارشريف (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): د شمال کوچيان وايي، که حکومت د وچکالۍ له امله ورته بېړنۍ پاملرنه ونه کړي، نو له ناورين سره به مخ شي.

د شمال د پنځو ولايتونو د کوچيانو يو شمېر سرخېلان چې د وري په ٢٨مه د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې ولايتي شورا ته راغلي وو، د وچکالۍ په اړه يې خپله ژوره اندېښنه وښوده.

د بلخ ولايتي شورا ته د بلخ، سمنګان، جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو د کوچيانو لسګونه سرخېلان او مشران راټول شوي وو.

د حاجي عبدالغفور په نامه د کوچيانو يوه سرخېل غونډې ته وويل چې روانې وچکالۍ دوى له هر اړخيزو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه، د دې تر څنګ د زورواکو له خوا د دوى د څرځايونو غصب، د عشر او زکات په نامه د مالونو اخيستل نورې سترې ستونزې دي.

عبدالغفور وايي چې د وچکالۍ له مله واښه نه پيدا کېږي چې له امله يې د مالونو بيه څو برابره کمه شوې ده.

د نوموړي په وينا، پخوا چې به کوم پسه په اوه زره افغانۍ کېده اوس يې بيه دوو زرو او درېيو زرو ته راټيټه شوې ده.

دى وايي، که چېرې حکومت ورته جدي پاملرنه ونه کړي، نو د شمال کوچيان به له بشري او اقتصادي ناورين سره مخامخ شي.

په شمال کې د کوچيانو د عمومي شورا رييس سيد محمد حريق وايي، پخوا چې په کومه سيمه کې پنځه زره جريبه څرځاى و اوس يې ډېرى غصب شوې او يواځې پنځه ، شپږ سوه جريبه څرځاى پاتې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د دې تر څنګ کوچيان د اوبو او روغتيا له جدي ستونزو سره هم مخ دي.

د حريق په وينا، که چېرې حکومت د زورواکو مخه نيولى واى؛ نو له وچکالۍ سره سره به کوچيان له دومره جدي ستونزو او ناورين سره نه مخ کېدلى.

ده وويل چې د وښو او څرځايونو د نشتوالي له امله کوچيان اړ دي چې خپل مالونه په ارزانه بيه خرڅ کړي او سوداګر يې بيا پاکستان ته وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.