لښکرګاه( پژواک،٢٩ وری ۹۷):د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې ديوې ترافيکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددغه ولايت د ترافيکو مدير سمونوال ميرزا خان روحاني د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه نن تر غرمې وروسته په درېيو بجو د سپرليو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، پېښه د لښکرګاه د چارګل پمپ سيمه کې د فيلډر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دغه پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په ملکي روغتون کې د رحمت الله په نوم يو تن ټپي پژواک ته وويل،دوی له لښکرګاه څخه کندهار ته روان و چې د مقابل لوري موټر د بې احتياطۍ له امله ددوی موټر چپه شوی چې يوه مېرمن او څلور ماشومان مړه شول او اووه نور ټپيان شول.
د بست روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي دوه ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښې وړ ښودل شوي دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP