منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۴ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله لس تنه مړه او ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۸ کتنې

لښکرګاه( پژواک،٢٩ وری ۹۷):د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې ديوې ترافيکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه ولايت د ترافيکو مدير سمونوال ميرزا خان روحاني د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه نن تر غرمې وروسته په درېيو بجو د سپرليو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، پېښه د لښکرګاه د چارګل پمپ سيمه کې د فيلډر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

 هغه زياته کړه چې  په دغه پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په ملکي روغتون کې د رحمت الله په نوم يو تن ټپي پژواک ته وويل،دوی له لښکرګاه څخه کندهار ته روان و چې د  مقابل لوري موټر د بې احتياطۍ له امله ددوی موټر چپه شوی چې يوه مېرمن او څلور ماشومان مړه شول او اووه نور ټپيان شول. 

د بست روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي دوه ټپيانو​ روغتيايي حالت د اندېښې وړ ښودل شوي دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې