کندوز ښار(پژواک،٣٠ورى٩٧): وسله والو طالبانو د کندوز ولايت په بېلابېلو سيمو کې سلګونه ښوونځي تړلي چې له امله يې دوه سوه زره زده کوونکي له زده کړو پاتې دي، بل لورته طالبان هم د ښوونځيو د تړل کېدو موضوع تاييدوي.
د کندوز د پوهنې رياست يوې سرچينې د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهېسې د کندوز په بېلابېلو سيمو کې ٣٥٠ ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
هغه وايي چې د دې ښوونځيو د تړل کېدو له امله د نجونو په ګډون دوه سوه زره زده کوونکي هم له زده کړو پاتې دي.
ده زياته کړه: (( طالبانو دغه ښوونځي تړلي او ټينګار کوي چې بايد د استادانو مياشتنۍ تنخوا د بانک پرځاى د پخوا په څېر د معاش د مامور له لوري ورکول شي.))
د سرچينې په وينا، د پوهنې رياست چارواکو د قومي مشرانو په منځګړيتوب هلې ځلې پيل کړي، ترڅو دغه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانيزي.
خو بل لورته د کندوز د ولايتي شورا غړي بيا وايي چې په دغه ولايت کې ٤٥٠ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
د دغې شورا غړي امر الدين ولي پژواک ته وويل چې د ښوونځيو تړل کېدو د کندوز د خلکو لپاره لويه اندېښنه ده.
هغه وايي: (( ٤٥٠ ښوونځي تړل شوي، زرګونه شاګردان له درس نه پاتې دي، که ستونزه ژر حل نه شي، په کندوز کې به د تل لپاره د پوهنې دروازه وتړل شي.))
همدارنګه ددغې شورا بل غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې حکومت د دې ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لپاره هيڅ منظم پلان نه لري.
هغه زياته کړه: (( مسوولين بايد موږ ته ځواب راکړي، يوه مياشت ښوونځي بند دي، دا لوى خيانت دى، موږ د دې ښوونځي د ژر پرانيستل کېدو غوښتونکي يو.))
د اړوندې موضوع په اړه د قلعه زال ولسوالۍ د درمن ښوونځي زده کوونکي نورالله (مستعارنوم) پژواک ته وويل چې له ژمنيو رخصتيو وروسته د دوى ښوونځي بېرته نه دي فعاله شوي.
هغه وايي: (( طالبان نه استادانو او نه هم شاګردانو ته مکتب ته د تګ اجازه ورکوي، مکتب يې تړلى او وايي ترڅو چې د معاش مسئله نه وي حل شوي، څوک مکتب ته نه شي تللى.))
login or register a new account.