کندوز ښار(پژواک،٣٠ورى٩٧): وسله والو طالبانو د کندوز ولايت په بېلابېلو سيمو کې سلګونه ښوونځي تړلي چې له امله يې دوه سوه زره زده کوونکي له زده کړو پاتې دي، بل لورته طالبان هم د ښوونځيو د تړل کېدو موضوع تاييدوي.
د کندوز د پوهنې رياست يوې سرچينې د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهېسې د کندوز په بېلابېلو سيمو کې ٣٥٠ ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
هغه وايي چې د دې ښوونځيو د تړل کېدو له امله د نجونو په ګډون دوه سوه زره زده کوونکي هم له زده کړو پاتې دي.
ده زياته کړه: (( طالبانو دغه ښوونځي تړلي او ټينګار کوي چې بايد د استادانو مياشتنۍ تنخوا د بانک پرځاى د پخوا په څېر د معاش د مامور له لوري ورکول شي.))
د سرچينې په وينا، د پوهنې رياست چارواکو د قومي مشرانو په منځګړيتوب هلې ځلې پيل کړي، ترڅو دغه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانيزي.
خو بل لورته د کندوز د ولايتي شورا غړي بيا وايي چې په دغه ولايت کې ٤٥٠ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
د دغې شورا غړي امر الدين ولي پژواک ته وويل چې د ښوونځيو تړل کېدو د کندوز د خلکو لپاره لويه اندېښنه ده.
هغه وايي: (( ٤٥٠ ښوونځي تړل شوي، زرګونه شاګردان له درس نه پاتې دي، که ستونزه ژر حل نه شي، په کندوز کې به د تل لپاره د پوهنې دروازه وتړل شي.))
همدارنګه ددغې شورا بل غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې حکومت د دې ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لپاره هيڅ منظم پلان نه لري.
هغه زياته کړه: (( مسوولين بايد موږ ته ځواب راکړي، يوه مياشت ښوونځي بند دي، دا لوى خيانت دى، موږ د دې ښوونځي د ژر پرانيستل کېدو غوښتونکي يو.))
د اړوندې موضوع په اړه د قلعه زال ولسوالۍ د درمن ښوونځي زده کوونکي نورالله (مستعارنوم) پژواک ته وويل چې له ژمنيو رخصتيو وروسته د دوى ښوونځي بېرته نه دي فعاله شوي.
هغه وايي: (( طالبان نه استادانو او نه هم شاګردانو ته مکتب ته د تګ اجازه ورکوي، مکتب يې تړلى او وايي ترڅو چې د معاش مسئله نه وي حل شوي، څوک مکتب ته نه شي تللى.))
يو شمېر نورو زده کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لورته د کندوز د پوهنې رياست چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري بيا وايي چې شاوخوا درې سوه ښوونځي د زده کوونکي پرمخ تړل شوي دي.
هغه وايي چې له قومي مشرانو سره خبرې روانې دي، ترڅو دغه ستونزه هواره شي.
خو طالبان بيا دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې ښوونکو ته د مياشتنۍ تنخوا د نه ورکولو له امله ښوونځي تړل شوي دي.
هغه وايي: (( د امنيتي ستونزو له امله ډېرى استادان نه شي کولى چې ښار ته ولاړ شي او په بانک کې معاش واخلي، نو د دې مشکل د حل په موخه په کندوز کې ښوونځي تړل شوي دي.))
د يادونې ده چې په کندوز کې ټولټال ٥٠٧ ښوونځي دي چې څه باندې درې سوه زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










