ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطاء محمد نور خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنې ته را وبلل

عطاء محمد نور خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنې ته را وبلل

author avatar
21 Apr 2018 - 11:19
عطاء محمد نور خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنې ته را وبلل
author avatar
21 Apr 2018 - 11:19

 مزارشريف(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٧): د جمعيت اسلامي ګوند د اجرايي شورا مشر عطاء محمد نور له خلکو وغوښتل چې د غوره راتلونکي د ټاکلو لپاره بايد په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په مزار شريف کې هغې ناستې ته وګړې چې د ملي شورا غړو، د ولايتي شور رييس او غړو، سپين ږيرو، ديني عالمانو، ښځو، ځوانانو او د بلخ ولايت د محلونو استازو په کې ګډون کړى و.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره بايد له خپلو تذکرو سره د نوم ليکنې مرکزونو ته لاړ شي او په ټاکنو کې د ګډون فرصت تر لاسه کړي.

 نور په ټاکنو کې د خلکو نقش د پرمختګ لپاره د صالحو افرادو د غوره کولو په موخه مهم وباله او ويې ويل چې ټاکنې د ديموکراسۍ او ولسواکۍ اساس دى او خلک په دې برخه کې اصلي رول لري، بايد ټول د تذکرو اخيستلو کې حماسه کړي او که پېژندپاڼه لري، په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه وکړي.

نور په ټينګار سره زياته کړه:((خپل راتلونکى بايد سر له نن ورځې بدل کړو، دغه چاره په نوي ميتود له نوم ليکنې پرته بل ډول د امکان وړ نه ده.))

هغه په ډاګه کړه چې زاړه کارتونه اعتبار نه لري او بايد له سره نوم ليکنه وشي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې مياشتې په ٢٨ مه نېټه تر سره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.