Language

کندوز کې تر ۴۰۰ ډېر تړلي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

کندوز ښار (پژواک، ٣ غويی ٩٧): په کندوز کې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له څلور سوه ډېر ښوونځي بېرته د زده  کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د کندوز په بېلابېلو سيمو کې له څلور سوه ډېر ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي وو چې له امله يې نږدې دوه سوه زره زده کوونکي له زده کړو پاتې وو.

خو د کندوز د پوهنې سرپرست رييس رستم احمدي د غويي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونځيو د بېرته خلاصېدو په اړه د قومي مشرانو او طالبانو تر منځ  شفاهي پرېکړه شوې ده.

هغه وايي: ((د دې پرېکړې له مخې په کندوز کې تړل شوي ټول ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.))

د احمدي په وينا، نن له غرمې وروسته يو شمېر زده کوونکي ښوونځيو ته تللي او پاتې نور به يې سره له سبا خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.

دغه راز د پوهنې وزارت مطبوعاتي مسوول کبير حقمل هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې د نوې پرېکړې له مخې د کندوز په هرې ولسوالۍ کې د نوي کابل بانک څانګه پرانيستل کېږي.

هغه وايي: ((په ولسواليو کې د بانک څانګه جوړوو، تر څو ښوونکي په اسانه خپل معاش د ولسوالۍ له بانکه ترلاسه کړي نو په همدې اساس ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي.))

دغه راز د قلعه زال ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خال محمد پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د بېرته خلاصېدو اوازې يې اورېدلې دي.

هغه وايي: ((اوازه ده چې ښوونځي خلاص شوي، خو تر اوسه موږ نه دي ليدلي چې زده کوونکي مکتب ته تللي وي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: ((له تېرو څو ورځو زموږ یو هيئت په سیمه کې و، ممکن څه توافق يې کړی وي او ښوونځي خلاص شوي وي.))

د يادونې ده، کندوز ټولټال ٥٠٧  ښوونځي لري چې نږدې څلور سوه زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.