کندوز ښار (پژواک، ٣ غويی ٩٧): په کندوز کې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له څلور سوه ډېر ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.
له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د کندوز په بېلابېلو سيمو کې له څلور سوه ډېر ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي وو چې له امله يې نږدې دوه سوه زره زده کوونکي له زده کړو پاتې وو.
خو د کندوز د پوهنې سرپرست رييس رستم احمدي د غويي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونځيو د بېرته خلاصېدو په اړه د قومي مشرانو او طالبانو تر منځ شفاهي پرېکړه شوې ده.
هغه وايي: ((د دې پرېکړې له مخې په کندوز کې تړل شوي ټول ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.))
د احمدي په وينا، نن له غرمې وروسته يو شمېر زده کوونکي ښوونځيو ته تللي او پاتې نور به يې سره له سبا خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.
دغه راز د پوهنې وزارت مطبوعاتي مسوول کبير حقمل هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې د نوې پرېکړې له مخې د کندوز په هرې ولسوالۍ کې د نوي کابل بانک څانګه پرانيستل کېږي.
هغه وايي: ((په ولسواليو کې د بانک څانګه جوړوو، تر څو ښوونکي په اسانه خپل معاش د ولسوالۍ له بانکه ترلاسه کړي نو په همدې اساس ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي.))
دغه راز د قلعه زال ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خال محمد پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د بېرته خلاصېدو اوازې يې اورېدلې دي.
هغه وايي: ((اوازه ده چې ښوونځي خلاص شوي، خو تر اوسه موږ نه دي ليدلي چې زده کوونکي مکتب ته تللي وي.))
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: ((له تېرو څو ورځو زموږ یو هيئت په سیمه کې و، ممکن څه توافق يې کړی وي او ښوونځي خلاص شوي وي.))
د يادونې ده، کندوز ټولټال ٥٠٧ ښوونځي لري چې نږدې څلور سوه زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










