ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال کوچيانو د اوو ټاکنيزو حوزو غوښتنه وکړه

د شمال کوچيانو د اوو ټاکنيزو حوزو غوښتنه وکړه

author avatar
24 Apr 2018 - 15:42
د شمال کوچيانو د اوو ټاکنيزو حوزو غوښتنه وکړه
author avatar
24 Apr 2018 - 15:42

مزار شريف (پژواک، ٤ غويى ٩٧): د شمال کوچيانو د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنه وکړه او د نه کېدو په صورت کې يې په ټاکنو کې د نه ګډون ګواښ وکړ.

د ټاکنو کمېسيون له خوا په ټول هېواد کې د کوچيانو لپاره د ولسي جرګې ١٠ څوکۍ ځانګړې شوې چې ټول هېواد د دوى لپاره يوه ټاکنيزه حوزه ده.

خو د شمال کوچيان وايي چې په ټول هېواد کې دې د دوى لپاره اووه حوزې جوړې شي.

د شمال کوچيانو د همدې غوښتنې په موخه د غويي په ٤مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې راټول شوي وو چې په کې د سمنګان، بلخ، سرپل، فارياب او جوزجان لسګونو قومي مشرانو او سرخېلانو ګډون کړی و.

په شمال کې د کوچيانو د سراسري شورا مشر سيد محمد حريق غونډې ته وويل چې دوى حکومت ته يوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې يې د کوچيانو لپاره اووه ټاکنيزې حوزې جوړې شي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې د دوى غوښتنې ونه منل شي؛ نو راتلونکي پارلماني ټاکنې به تحريم کړي.

د حريق په وينا، په حکومت کې دننه او له حکومته بهر ځينې کړۍ هڅه کوي چې د دوى غوښتنه ونه منل شي، خو ده وويل چې له شماله پر حکومت غږ کوي چې دا غوښتنه يې ومنل شي.

له سمنګانه راغلى د کوچيانو يوه سرخېل حاجي عنايت الله  هم د کوچيانو لپاره د اوو حوزو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه، د دې تر څنګ تذکرې د کوچيانو لپاره ستره ستونزه ده او ادعا يې وکړه چې په شمال کې ٩٥ سلنه کوچۍ ښځې تذکرې نه لري.

د نوموړي په وينا، په لنډه موده کې کوچيان نه شي کولى چې تذکرې واخلي.

په بلخ ولايت کې د کوچيانو رييس عارف عبيدي د يادو ستونزو د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې دا ستونزې يې له حکومت سره شريکې کړې دي.

د بلخ د نفوسو احوال د ثبت رييس محب الله قريشي پژواک ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې د شمال په پنځو ولايتونو کې ٢٣ زره تذکرې يې وېشلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.