کندهار (پژواک، ۴ غویی ۹۷): کندهار کې د ملي امنیت ریاست وايي، د دې ولایت د غورک ولسوالۍ لپاره یې د وسله والو طالبانو د ولسوال او نظامي مسوول په ګډون ۸ تنه وژلي او ۱۸ تنه نور یې نیولي دي.
د ملي امنیت یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو دغورک ولسوالۍ د ویشتان په کلي کې دطالبانو پر یوه مرکز عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې دغورک لپاره د وسله والو د ولسوال او نظامی مسوول په ګډون ۸ وسله والوژل شوي او ۱۸ نور نیول شوي دي.
خو دغې سرچینې د وژل شوي ولسوال نوم یاد نه کړ.
د یادې شوې سرچینې په حواله، د عملیاتو پر مهال ۸ عرادې بېلابېل موټر، ۸ عرادې موټرسايکلونه، ۴ میله کلاشينکوفونه، ۱۲ زره فیره مرمۍ، ۳ پايې مخابرې او ۴۰۰ کیلوګرامه تریاک هم نیول شوي دي.
سرچینه وايي، په دغو عملیاتو کې سرتېرو او عامو وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
په دې اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
غورک ولسوالي د کندهار ښار شمال لوري ته د شاوخوا ١٠٠ کيلو متره په واټن پرته ده چې له هلمند او اروزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري.
د دغې ولسوالۍ په ډېرو برخو کې وسله وال طالبان فعالیت لري.
login or register a new account.