مهترلام- ښرنه (پژواک، ٥ غويى ٩٧): چارواکي وايي چې په لغمان او پکتيکا ولايتونو کې د نښتو او عملياتو پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، نن سهار د سرروضې ولسوالۍ د شاطورو په سيمه کې دوه پوليس چې غوښتل يې پوستې ته اوبه يوسي، د وسله والو تر بريد لاندې راغلي چې له امله يې يو پوليس او يو کليوال وژل شوي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شامحمود ارين هم پژواک ته وويل چې سهار د شاطورو پوستې يو پوليس د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.
هغه زياته کړه چې په مټاخان ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو تر منځ پنځه ساعته نښته شوې چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ مولوي ياسين هم وژل شوی چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۹ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې د الیشنګ درې ځينو سیمو کې د امنيتي پوستو جوړولو په موخه د قهر نمبر۱ سېلاب یو په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو پر مهال په تېرو څلرویشت ساعتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د وسله والو مخالفینو ۸ کسان وژل شوي او د قوماندان مختار په نوم یو سیمه ییز قوماندان زخمي شوی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP