مهترلام- ښرنه (پژواک، ٥ غويى ٩٧): چارواکي وايي چې په لغمان او پکتيکا ولايتونو کې د نښتو او عملياتو پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، نن سهار د سرروضې ولسوالۍ د شاطورو په سيمه کې دوه پوليس چې غوښتل يې پوستې ته اوبه يوسي، د وسله والو تر بريد لاندې راغلي چې له امله يې يو پوليس او يو کليوال وژل شوي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شامحمود ارين هم پژواک ته وويل چې سهار د شاطورو پوستې يو پوليس د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.
هغه زياته کړه چې په مټاخان ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو تر منځ پنځه ساعته نښته شوې چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ مولوي ياسين هم وژل شوی چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۹ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې د الیشنګ درې ځينو سیمو کې د امنيتي پوستو جوړولو په موخه د قهر نمبر۱ سېلاب یو په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو پر مهال په تېرو څلرویشت ساعتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د وسله والو مخالفینو ۸ کسان وژل شوي او د قوماندان مختار په نوم یو سیمه ییز قوماندان زخمي شوی دی.
د ځواک په وينا، دغه کسان د یادې ولسوالۍ اړوند د شمکټ درې د نظرمحمد خېلو او ګنجوړ په سیمو کې وژل شوي چې د درې کسانو جسدونه او دوه میله وسلې یې هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










