Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان پیوستون ګوند د غویي اوومه او اتمه له شرمه ډکې ورځې وبللې

کابل (پژواک، ۶ غویی ۹۷): د افغانستان پیوستون ګوند پلویانو د غويي اوومه او اتمه د هېواد په تاریخ کې توري او بې ننګۍ ډکې ورځې وبللې، ویې ویل څو چې د څلورو لسیزو جګړو عاملان په واک کې وي، ټاکنې به هېڅ پایله ونه لري.

یاد اعتراض کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده نن د نوي ښار په پارک کې راغونډ شوي وو او د ((د غويي د اوومې او اتمې شرم باید لرې کړو، ټاکنې په هېواد کې اشغال شوې، فاسدې او په ډیموکراسۍ د مافیا ملنډې دي، د غويي اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته افغانستان سولې او بریا ته نه رسېږي)) شعارونه ورکول.

په دې اعتراضي غونډه کې یو شمېر ځوانانو چې د مجاهدینو مشرانو او اوسني حکومت مشرانو نقابونه یې په مخ کړي وو او لاسونه یې په زنځيرونو تړلي وو، د مشرانو تمثیلي محاکمه او مجازات یې نندارې ته وړاندې کړل او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د بې عدالتۍ پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

د افغانستان پیوستون ګوند ویاندې سیلۍ غفار د پژواک خبریال ته وویل چې خلک د غويي اوومې او اتمې عاملین هېڅکله نه هېروي.

نوموړي زیاته کړه: ((تنظیمي مشران د کابل ښار اویا زره اوسېدونکو قاتلین دي او باید د هېوادوالو له لوري محاکمې ته را کاږل کېږي او د خلکو د وینو غچ دې ترې واخیستل شي.))

نوموړې د غويي اوومه او اتمه او د دې ورځو عاملین محکوم کړل او ویې ویل چې راتلونکې ټاکنې به هم د ۲۰۱۴ کال په څېر بې پایلې وي او دا به د خلکو له برخلیک سره یو ډول لوبه وي.

د دغه ګوند ویاندې د ملي یووالي حکومت لاسپوڅی وباله او ویې ویل چې د خلکو د ټولو بدمرغیو عاملین جهادي تنظمي مشران، خلق او پرچم او طالبان دي.

د سیلۍ غفارپه وینا، امریکا او لوېدیځ له تنظیمي مشرانو نه د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کوله؛ ځکه دا مشران د واک او پیسو تږي وو او هېواد د ماڼيو او امکاناتو په بدل کې خرڅوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.