کابل (پژواک، ۱۰غويی ۹۷): له فساد سره د مبارزې عالي ادارې ځینو کارکوونکو د دې ادارې د منحل کېدو په تړاو د حکومت پر پرېکړې اعتراض کړی او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې پر خپلې پرېکړه دې له سره کتنه وکړي.
له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د شمال زون رییس شمس الله جاوېد چې د دې ادارې د اعتراض کوونکو کارکوونکو په استازولۍ یې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې د ملي یووالي حکومت کابینې، د دې ادارې د څارنې او څېړنې صلاحیتونه ځنډولي او د دې اداري اساسي مسوولیتونه یې څارنوالۍ ته سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړه چې حکومت د دې ادارې د منحلولو پرېکړه کړې او غواړي چې له ادارې فساد سره د مبارزې معینیت، د لويې څارنوالۍ په چوکاټ کې له نوي تشکیل سره رامنځته کړي چې په دې سره به د دې ادارې کارکوونکو کاري مصوونیت ته زیان واوړي.
د یادې ادارې شمال زون مشر له حکومته غواړي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې دې له دې ادارې د یو خپلواک بنسټ په توګه ملاتړ وکړي او دغه بنسټ ته دې ځانګړي صلاحیتونه ورکړي.
په ورته مهال، له اداري فساد سره د مبارزي عالي ادارې یاد چارواکي وړاندې وویل چې حکومت دې په فساد کې ښکېل کسان چې دوسیې د دې ادارې له لوري څېړل شوې، محاکمه کړي.
همداراز د دې ادارې کارمندان له حکومته غواړي چې ډېر ژر دې له اداري فساد سره د مبارزې پر قانون کار وکړئ.
د یادونې ده، له اداري فساد سره د مبارزې نوې ستراتيژۍ پر بنسټ، حکومت له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره له لويې څارنوالی سره مدغم کړي؛ خو دا کار تراوسه نه دی ترسره شوی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP